د عربستان مانورو ته عراق غبرګون
د عراق د بهرنیو چارو وزارت د عربستان په شمال کې ددغه هېواد مانورو ترسره کېدو ته غبرګون وښود.
د المیادین ټلویزیون د خبر له مخې، د عراق د بهرنیو چارو وزیر، ابراهیم الجعفری نن د ټونس د بهرنیو چارو له وزیر، خمیس الجیناوی سره په خبری غونډه کې، له عراق سره د عربستان په ګډو پولو کې د سعودی هرډول مانورو ترسره کېدو سره سخت مخالف دی چې ددغه هېواد امنیت او واکمنۍ اغیزه کوی.
د امریکا او عربستان پوځی مانورې چې د رعدالشمال په نامه د عراق او کویټ سره د سعودی له ګډو پولو سره پیل شوې، د اماراتو، سوډان، اردن، پاکستان او د سیمې د څو نورو هېوادونو په زرګونو سمندری، هوایی او ځمکنیو پوځیانو پکې برخه لری.
Add new comment