په افغانستان کې دجنګ اوسولې په باب دکابل حکومت او طالبانودریځونه

دافغانستان ځینی امنیتی قوماندانان وائی چې دغه هیواد په ختیځ کې د داعش ترهه ګرې ډلې په ضدتل پاتې عملیات ترسره کوی .
دافغانستان دملی اردو د ۲۰۱لومړی سیلاب کل اردو ویندوی محمد نعمان هاتفی هم پرون ویلی وو چې د شاهین ۱۸ په نامه پاکونکو عملیاتو په دوام کې ئې دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش اتلس کسان وژلی او اته نور ئې هم ټپیان کړی دی . دچین ولسوال حاجی غالب هم چې له مونږ سره په ټیلیفون له لارې خبرې کولې په اچین ولسوالۍ کې ئې دداعشیانو په ضد دعملیاتو په تائیدولو سره وویل ، دافغانستان دولسی جرګې دلومړی مرستیال حاجی ظاهر قدیر وسله وال کسان هم دافغانستان له امنیتی ځواک سره یو ځای شوی او د داعش ډلې په ضد پراخ عملیات ئې پیل کړی دی او همداراز په ولسی جرګې کې دننګرهار ولایت دخلکو استاذی ډاکټر عصمت ا....شینواری هم د داعش په ضد دعملیاتو په تائیدولو سره له مونږ سره په تماس کې وویل ، هغه اطلاعات چې په دغې سیمې کې له خپلو خپلوانو ترلاسه کړی دی ، ښئ چې داعش ډلې ته ډیرې زیاتې مرګ ژوبلې اوْښتی دی .
خو دطالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا.... مجاهد په دې باب له مونږسره په لنډ ټیلیفونی تماس کې وویل ، دافغانستان حکومتی ځواکونه د داعش ډلې په ضد یوازې دعملیاتو ادعاګانې کوی ،حال داچې د هغو کسانو په ضد حقیقی جنګ چې له داعش سره یو ځای شوی دی او په برمتګرۍ ، غلو اوقاچاق لاس پورې کوی ، دطالبانو په وسیله ترسره کیږی ،وویل ،اوس هم دننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې دطالبانوپراخ عملیات روان دی او د ذبیح ا... مجاهد په وینا، هغه کسان چې ځانونه له داعش سره تړی ،دځینو حکومتی اورګانونو له خوا ئې ملاتړ کیږی . لکه څنګه چې څه موده مخکې پخپله ځینو حکومتی چارواکو هم په دې چارې اعترافونه کړی دی . دطالبانو دغه ویندوی همداراز دافغانستان په جنوب ختیځ کې دپکتیکا ولایت دځینو ځای چارواکو ادعا چې ویلی ئې دی ،ددغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې دملا اختر منصور او ملامحمد رسول په مشرۍ دډلو ترمینځ دنښتو له امله کابو پنځوس کسان وژل شوی دی ، هم رد کړې او وئیلی ئې دی ، دګومل ولسوالۍ په ورمیمئ سیمې کې شپږ ورځې مخکې دطالبانو او دیوه باغی قوماندان ملاعبیدا...هنر ترمینځ چې له داعش دلې سره یو ځای شوی دی ، شوې چې له امله ئې دملاهنر پشمول دهغوی یو شمیر کسان وژل شوی دی او نوره دطالبانو ترمینځ هیڅ ډول نښته نه ده شوې .
داپه داسې حال کې دی چې دغزنی ولایت والی محمد آمان حمیمی هم ویلی دی ،دغزنی ولایت په ناوه ولسوالۍ کې پرون سهار دطالبانو د دوو ډلو ترمینځ نښته شوې چې له امله ئې له واړو خواؤ اوه ویشت کسان وژل شوی دی چې دغزنی دولایتی شورا مشر خالق داد امیری هم د طالبانو د دوو ډلو ترمینځ دنښتو د خبر په تائیدولو سره ویلی دی له ناوې نښتو مخکې هم په مقر ولسوالۍ کې هم دطالب ډلو ترمینځ نښتې شوی وې ،خو دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد په غزنی ولایت کې هم دطالب ډلو ترمینځ هرډول نښتې رد کړی او په دې باب چې افغان حکومت دپاکستان دحکومت ژمنو ته په پام سره چې دکابل په څلوراړخیزې ناستې کې ئې اسلام اباد،واشنګټن او بیجینګ ته ورکړی هیله مند دی چې دفرورۍ میاشتې تروروستیو پورې دڅلوراړخیزې غونډې په څلورمې ناستې کې چې ټاکل شوې ده دکب دمیاشتې په څلورمه نیټه په کابل کې ترسره شی ،دکابل حکومت او طالبانوډلې ترمینځ دنیغ په نیغه خبرواترو نیټه مشخصه شی ، وویل ، طالبان هماغه راز پرخپلو مخکینیو دریځونو ټینګ ولاړ دی ،ترڅو چې بهرنی ځواکونه په افغانستان کې موجود وی طالبان به هیڅکله هم دخبرواترو میز ته کې نه نی اوممکنه ده دطالبانو په نامه ځینی کسان پکې ګډون هم وکړی ،خو دطالبانو له نظره هیڅ ارزښت نه لری او دخبرواترو لپاره دطالبانو یوازینی مرجع دقطر دفتر دی اوترڅو چې دقطر ددفتر له خ وا څوک په خبرواترو کې ګډون ونه کړی ، دطالبانو له خوا به حساب نه شی .
(عاشق حسین طوری)

Add new comment