په افغانستان کې دشخړو زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دی

 په افغانستان کې په جنګ جګړو کې دومره وسله وال لورو ته تاوانونه نه اوړی څومره لکه چې عام خلک قربانی کیږی
په افغانستان کې دشخړو زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دی
زمونږخبریال راپورراکړ دملګروملتو دراپور په اساس په ۲۰۱۵کال کې دافغانستان په جنګ کې دجنګ جګړو له امله دټولنې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دی او په دغه تیر کال کې څه دپاسه درې نیم زره عام خلک وژل شوی او کابو اوه نیم زره نور ټپیان شوی دی چې د له ۲۰۱۴کال سره په پرتله کې دغه مرګ ژوبلې څلور فی صده زیاتې دی .
راپورښئ دغه مرګ ژوبلې دامریکایی عسکرو په حملو اوبمباریو ،افغان عسکرو او نورو مخالفو ډلو ترمینځ په نښتو او بم چاودنو کې اوښتی دی او دغه راز دخلکو کورونو او نورو ځایونو ته هم دیر تاوانونه اوښتی دی

Add new comment