افغان دولت وایی په ننګرهار کې یې ۱۸ داعش ترهګر وژلی

د افغانستان پوځ ویلی چې ددغه هېواد په ختیځ، ننګرهار ولایت کې یې دداعش ترهګرې ډلې پرضد د پوځی عملیاتو په دوام کې ۱۸ داعشیان وژلی دی.
د افغانستان د پوځ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند، اعلان کړی چې په اچین ولسوالۍ کې دداعش ترهګرې ډلې پرضد د عملیاتو په دوام کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ کسان وژل شوی او کابو ۸۰ ټپیان دی.
د محمد نعمان هاطفی په خبره چې دغه عملیاتو کې د اچین ۱۵ سیمې له داعش څخه نیول شوې دی او وسلې یې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې دی.
افغان دولت په ختیځ کې دداعش پرضد په داسې حال کې عملیات پیل کړی چې روسیې ویلی د افغان دولت ددفاع سرپرست وزیر او معصوم ستانکزی او د ملی امنیت په چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار، حنیف اتمر دداعش په پراخولو کې لاس لری.
افغان طالبانو هم ویلی چې افغان دولت او امریکایی چارواکی دداعش په پراخولو کې لاس لری.

Add new comment