دداعش د کیمیاوی وسلو تمویلونکې امریکا ده
د امریکا پخوانی افسر ویلی، دداعش ترهګرې ډلې کیمیاوی وسلې، امریکایی سرچینه لری.
د امریکا د پوځ پخوانی افسر، سکاټ بنټ نن له پرس ټی وی ټلویزیون سره په مرکه کې، په عراق او سوریه کې دداعش د جنایتونو په غندلو سره ویلی، داعش کیمیاوی وسلې په واک کې لری او دغه وسلې د ترکیې او عربستان له لارې دداعش کسانو ته رسېدلې دی.
بنټ زیاته کړې، د امریکا دولت او کانګریس په آګاهانه توګه دغه وسلې دداعش په واک کې ورکوی تر څو په سیمه کې د واشنګټن موخې پرځایښت و مومی.
دې امریکایی افسر ویلی چې واشنګټن په سوریه کې ماتې خوړلې، زیاته کړې یې ده چې د سوریې خلک په دغه هېواد کې د څو کالو کړکیچونو سره سره، هماغه شان خپل ولسمشر، بار اسد پر دولت باور لری او له داعش سره د جګړې په ډګرونو کې په شتون سره، په خپل هېواد کې سوله او ټیکاو غواړی.
Add new comment