دخولې بوې اووه ناروغۍ ښیی

که چیرې دکوم سړی یا ښځې خوله بوې کوی نو پوه شئ چې ددغه بوې علت دغاښونو یا د وریو خرابوالی نه بلکې هغه دانسان دبدن دننه دناروغیو ښودنه کوی .
په لندن کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې معلومه شوی ده چې دانسان له خولې راوتونکی بوې یا سا په بدن کښې د موجودو اوو (۷)ناروغیو نښه ده .
دانسان له خولې راوتونکی سا سره یوځاې د بورې د چاکلیټ په شان خوشبو یا د امونیا په شان بوې د شکرې یعنی دشوګر(DIABETES) دناروغۍ ښودنه کوی .
که چیرې دانسان له خولې د کافور په شان بوې خیژی نو پوه شئ چې داډول سا د عفونت یعنی اینفیکشن(INFECTION) سبب دی .
که چیرې دانسان خوله د سخا شیدو په شان  بوې کوي  نو پوه شئ چې په بدن کښې دکاربو هایډریټس (CARBOHYDRETES)کمی دی .
که چیرې دانسان له خولې د بد بوې لرونکی غوښې (MEAT)په شان بوې خیژی نو پوه شئ چې دغه چاره دانسان په مرې کښې دټانسلز د خرابې نښه ده .
که چیرې دسهار په وخت دمسواک له کولو وروسته هم دخولې بوې ختمیږی نه نو دغه چاره دخولې د وچوالی سبب هم کیدلای شی .
دانسان له خولې دکب (FISH)په شان دبوې وتل دګردو یا بډورکو دخرابیدا نښه ده .
کله نه کله د انسان د وریو خرابیدل د انسان د ډکو میتیازو په شان بوې هم کولای شی او له دې کبله دسړی یا ښځې له خولې د ډکو میتیازو په شان بوې خیژی .
که چیرې دکوم سړی یا ښځې له خولې بد بوې خیژی نو په هکله یې غور وکړئ او له ډاکټر سره ضروری مشوره وکړئ .

Add new comment