په افغانستان کې د شوروی د ماتې د کلیزې په ورځ د طالبانو بیانه
طالبانو له افغانستان څخه د شوروی د پوځیانو د وتلو د ۲۷مې کلیزې په مناسبت د بیانیې په خپرولو سره، له امریکا غوښتی چې د شوروی د پوځ له ماتې دې د عبرت درس واخلی.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد نن د یوې بیانیې په خپرولو سره، د شوروی د سره پوځ پر وړاندې د افغانستان د خلکو لس کلن مقاومت ته ددرناوی ترڅنګ، دغه بریالیتوب پر باطل د حق بریالیتوب وباله.
په دې بیانیه کې راغلی چې د افغانستان دښمنانو تل هڅه کړې چې په د غه هېواد کې د ناامنۍ په رامنځ ته کولو سره، ناوړه افکار او عقاید دود کړی او ناوړه موخو ته ورسېږی خو تر اوسه په دې کار کې ندی بریالی شوی.
د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې دامریکا په مشرۍ لویدیځ، په افغانستان کې د ۱۴ کاله لښکر کشۍ سره سره ندی توانېدلی چې خپلو موخو ته ورسېږی او په نهایت کې د شوروی له برخلیک سره مخ شوی او اړ دی چې له افغانستان څخه ووځی.
د ۱۹۷۹ میلادی کال د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د شوروی د مشر، لیونید برژنف په فرمان سره ددغه هېواد پوځ پر افغانستان تېری وکړ او بالاخره د شوروی د وروستی مشر، میخاییل ګورباچف په پړاو کې یې د ۱۹۸۹ کال د مې په ۱۵مه له افغانستان څخه د عسکرو وتل پیل شول او وروستۍ ډله یې د فبرورۍ په ۱۵مه له افغانستان څخه ووتله او شوروی نه یوازې په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړله، بلکې ددې ماتې له برکته پخوانی شوروی ټوټې شو.
Add new comment