سعودي عربستان په خپله خاوره کې دشلو هیوادونو په شتون سره پوځي مانوره کوي
د عربستان درسمي خبري اژانس واس په راپور عربستان پرون ددغه خبر په اعلان سره ادعا وکړه چې دغه مانوره چې تر یو نیمو لکو زیات عسکر به پکې برخه واخلي د سیمې په تاریخ کې به تر ټولو لویه او مهمه مانوره وي.
د دغه راپور له مخې دغه پوځي مانوره به اتلس ورځې د عربستان په شمال کې او د هوایی ، سمندري او ځمکنیو ځواکونو په ګډون ترسره شي او ګډونکوونکي عسکر به ډیر زر عربستان ته ورسیږي.
ویل شوې چې د دغه مانورې اکثره ګډونکوونکي د عربو او افریقایی هیوادونو دي او امرکیا او نور لویدیځ هیوادونه پکې برخه نه لري.
Add new comment