له ترهه ګرۍ سره د افغانستان پینځلس کلن جنګ
په افغانستان باندې د امریکې او نېټو د ځواکونوله لښکر کشۍ څخه د پینځلسو کلونو په تېرېدو سره چې په دغه هېواد کښې د ترهه ګرۍ د جرړو د وېستلو، د امنیت د ټینګولو او د ډېموکرېسۍ د رامنځته کولو په هدف سره وشوه، نن یې نتیجه دا ده چې د تېرو پینځلسو کلونو په نسبت حالات لا سخت شوی دی.
افغان ولسمشر اشرف غنی څه موده مخکې وویل چې که د سولې پروسه نتیجه ورنۀ کړی نو د افغانستان بقاء به په خطر کښې پریوزی. اشرف غنی همدارنګ په خپله وېنا کښې چې د میونېخ په امنیتی غونډه کښې یې کوله وویل چې د هېواد جنګ یې کورنے نۀ دے بلکه بهرنی او سیمه ایز عوامل لری. اشرف غنی په همدې لړ کښې د چین، روسیې او پاکستان نومونه واخېستل چې د ناامنۍ عوامل له دغو هېوادونو څخه افغانستان ته منتقل شوی دی. دا په داسې حال کښې دی چې چین او روسیه خپله د خپلومخالفانو لخوا له ګواښ سره مخامخ دی او اویغوریانو، چیچنیان، ازبک تباره او تاجېک تباره طالب ځواکونه چې د پاکستان په وزیرستان سیمه کښې پراتۀ وو د دغه هېواد د فوځ د عملیاتو له کبله افغانستان ته منتقل شول.
اشرف غنی همدارنګ داعش د خپل هېواد یو بل مشکل وبلۀ او وې ویل چې تېر کال په همدغه کانفرنس کښې مې د داعش په اړه خبردارے ورکړ خو نړیوالو ورته پاملرنه ونۀ کړه. البته افغان ولسمشر د میونېخ په غونډه کښې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په لاسو د داعش د ماتې خبر هم ورکړ چې دغه خبر تر کومه حده صحیح دے معلومه نه ده؟ خو په افغانستان کښې د نېټو ځواکونو ویاند جنرل وېلسن شاختر وویل چې په افغانستان کښې تقریباً درې زره داعش تکفیری ځواکونه موجود دی چې په افغانستان کښې د امریکې او نېټو د ځواکونو د کورناستی په حال کښې قوماندان جنرل جان کېمپبل هم دوه میاشتې مخکې ویلی وو چې په افغانستان کښې درې زره داعشیان موجود دی. د افغانستان د ولسی جرګې وړومبی مرستیال حاجی ظاهر قدیر او همدارنګ د ننګرهار ولایت ځینو ځای چارواکو هم څه موده مخکې وویل چې په ننګرهار ولایت کښې داعشیان د هلی کاپټرونو په ذریعې سره له یو ځایه بل ځاے ته وړل کیږی او دا هم باید ووایو چې د افغانستان هوائی حریم په کامله توګه د امریکې په اختیار کښې دے.
اوس دا پوښته رامنځته کیږی چې اشرف غنی د میونېخ په امنیتی غونډه کښې خپل هېواد ته د ناامنۍ په منتقلولو باندې د سیمې هېوادونه تورنوی چې خپله دغه هېوادونه هم د ترهه ګرۍ هدف دی خو د خپل هېواد د ناامنۍ او د جنګ د دوام اصلی علتونو ته یې حتی یوه وړه اشاره هم ونکړه او دا تپوس یې ونکړ چې امریکه ولې په تېرو پینځلسو کلونو کښې د ترهه ګرۍ په ختمولو کښې کامیابه نه شوه او نن دهامریکې لوړ رتبه فوځی قوماندانان او د استخباراتی ادارو مشران په ځاے د دې چې د عامه افکارو دې پوښتنې ته ځواب ورکړی چې ولې په تېرو پینځلسو کلونو کښې یې نه یوازې په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ جرړې ونه وېستې بلکه ترهه ګری سیمه ایزه شوه او بیا راځی او په ډېر سپین سترګی توب سره وائی چې دوه زره شپاړسم کال به د افغانستان لپاره ډېر خطرناک وی او سیاسی کړکېچ به د کودتا سبب شی.
په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې د زرګونو امریکائی ځواکونو په موجودګۍ کښې څوک د کودتا جرائت نه شی کولې مګر دا چې خپله د امریکې په شنۀ څراغ سره بڼه ونیسی.
جنرل جان کېمپبل پرون په خپل وروستنی اخباری کانفرنس کښې وویل چې د افغانستان د امنیتی ځواکونو اویا فیصده مشکلات د مشرۍ د کمزورۍ په وجه دی. کېمپبل زیاته کړه چې د امیتی ځواکونو په صفونو کښې د اصلاحاتو په رامځته کولو سره په افغانستان کښې د دوه زره پینځلسم کال د پېښو مخنیوے کېدے شی. دا په داسې حال کښې دی چې امریکه له افغان حکومته واخلې د دغه هېواد تر امنیتی ځواکونو پورې تر خپل امر لاندې لری. مګر د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې مداخلت ونۀ کړ چې د خلقو رائې څنګته کېښودې شوې او مګر هغۀ د افغانستان لپاره د هغۀ د ملی وحدت د حکومت د جوړولو نسخه وړاندې نۀ کړه یا افغان امنیتی ځواکونه په دغه هېواد کښې د امریکائی ځواکونو په غږملتیا بلکه په پوره مداخلت سره نۀ ټاکل کیږی او نۀ ځاے پرځاے کیږی ؟
مګر امریکې افغان امنیتی ځواکونه مادی نکړل؟ چې دا چاره د دې سبب شوه چې له یوې خوا ځینې افغان ځواکونه چې اصل دنده یې چې له هېواد څخه دفاع ده هېره کړه او په جنګ کښې یې له طالب ډلې سره ملګرتیاشروع کړه او په افغانستان کښې د ځینو امنیتی ځواکونو لخوا د طالب ډلې لپاره وسلې، جنګی سازوسامان، چاودېدونکی مواد او حتی فوځی ګاډی ځاے پرځاے کیږی.
البته ځینې افغان امنیتی ځواکونو د امریکې استعماری او غلط سیاست ته په پام سره د دغه هېواد په ځواکونو هم حملې کړې دی او څو ځل یې د امریکې او نېټو ځواکونه هدف ګرځولی دی. نو په داسې حالت کښې په افغان حکومت کښې ځینو مشهورو کسانو په افغان حکومت او امنیتی ځواکونو باندې خپل اعتماد له لاسه ورکړے دے او په دې فکر کښې شوی دی چې هرکله طالب ځواکونو سږ کال سوړ ژمے په افغانستان کښې له فوځی او امنیتی لحاظه تود وساتۀ او خپلو حملو ته یې دوام ورکړ نو د هوا په تودېدو سره کېدې شی دغه ډله لا زیات لوے پروګرامونه ولری، نو ځکه یې د طالب ډلې د سختو حملو په مقابل کښې د مقاومت د شوراګانو او ملېشو په جوړولو لاس پورې کړ.
د افغانستان په اصلاحاتو او حکومتی چارو کښې د ولسمشر اشرف غنی خاص استازی احمد ضیاء مسعود شمالی ولایتونو ته په سفر سره له پخوانیو مجاهدینو وغوښتل چې په پسرلی موسم کښې دې د طالب ډلې لخوا د سخت جنګ لپاره ځانونه اماده کړی.
د افغانستان د ولسی جرګې وړومبی مرستیال حاجی ظاهر قدیر له دې مخکې په ننګرهار ولایت کښې د داعش په خلاف د داسې ډول ملېشه جوړه کړې وه چې دا د امریکې غوښتنه ده چې غواړی افغانستان له سخت کورنی جنګ سره مخامخ کړی چې له دې لارې خپلو سپېرو هدفونو ته چې د سیمې د ټولو هېوادونو په تېره بیا د روسیې او چین ناامنه کول دی ورسی.
Add new comment