په هلمند کې طالبان ددولتی ټانکونو پرمټ جګړه کویپه هلمند کې طالبان ددولتی ټانکونو پرمټ جګړه کوی

 د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی تهران راډیو ته وویل تېره شپه د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ په حمام پوسته کې شپږ نفوذی کسانو د نبی جان په نامه یو قوماندان له یوه عسکر سره یوځای وژلی.
دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې د ۵۰۵ زون عمومی قومندان وایی چې طالبان په هغو ټانګونو کې له دوی سره جګړه کوی چې د دوی له پوستو یې بېولی دی.
عصمت دولتزی وایی تېره ورځ هم طالبانو د دوی پر پوستو له همدې ټانګونو پر ګټه برید وکړ او په وینا یې شپږ تنه عسکر یې له لاسه ورکړل.
دولتزی وویل په دې جګړه کې د ګڼو ټپی عسکرو حالت هم د اندېښنې وړ دی، ځکه خو ښایی د مړو شمېره ډېره شی.
دا لومړی ځل نه دی چې یو دولتی لوړ پوړی پوځی مسوول ورته څرګندونې کوی، تر دې وړاندې هم په کندوز کې امنیتی مسوولینو منلی و، چې طالبان د دوی پر وسایلو ورسره جګړه پر مخ وړی.

Add new comment