پر عربستان د وسلو د بندیز لپاره د اروپا هڅې

 د اروپا پارلمان په دې لټه کې دی چې پر عربستان د وسلو بندیزونه ولګوی.
د ایرنا خبری آژانس د خبرله مخې، د آب زر ور ورځپاڼې په خپلې ننۍ ګڼې کې لیکلی، د اروپا د پارلمان غړو، پر عربستان د اروپایی هېوادونو په ځانګړې توګه انګلیستان له خوا د وسلو پلورلو د منع کېدو غوښتنه کړې ده.
ابزر ور لیکلی، د اروپا پارلمان به د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه دغه طرحه رایې اچونې ته کېږدی.
په دې طرحه کې د منځنی ختیځ په مختلفو هېوادونو د انګلیستان، فرانسې او جرمنی په شمول د اروپایی ټولنې د غړیو هېوادونو د وسلو له پلورلو سره مخالفت شوی او له سعودی عربستان او په ایتلاف کې یې د شریکانو څخه د پوځی او وسلو د ملاتړونو د سملاسی بندولو غوښتنه کړې د ه.

Add new comment