دسورئې وسله وال پوځ له ترهه ګرو دحلب هوائی ډګر بیرته آزاد کړ
دلبنان المیادین خبری چینل راپورورکړ دسورئې وسله وال پوځ اولسی مبارزځواک بیګا په یولړ پاکونکو عملیاتو کې بریالی شوی دحلب ښار دهوائی ډګر پشمول دحلب دشمال یو شمیر سټراټیژیکې سیمې هم دترهه ګرو له سپیرو منګولو پاکې کړی .
ددغه راپور په اساس دسورئې پوځ اولسی ځواک دحلب په شمالی سیمو کې په لسګونو ترهه ګر هلاک کړی او دهغوی زیات شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی اوتجهیزات ئې هم تباه کړی دی
راپورښئ دغه راز وسله وال پوځ په ریف دمشق کې ختیځی غوطه ځینی سیمې او دغه راز د دیرولزور په شمال کې د تله الرواد سټراټیژیکه سیمه هم دترهه ګرو له منګولو آزادې کړی دی . العالم ټیلیوژنی چینل هم راپورورکړی دسږکال فرورۍ میاشتې لومړیو راهسې دسورئې په شمالی برخو کې تراوسه پورې کابو پنځه سوه ترهه ګرپه بیلابیلو عملیاتو کې هلاک شوی دی
دروسیې دفاع وزارت هم ویلی دی دسورئې دحلب ولایت په شمال کې ئې په تل رفعت او کفرنایا دو ښارونو کې د ترهه ګرو پر مرکزونو اوپټنځایونو سخته بمباری کړی چې ویل کیږی له امله ئې په لسګونو ترهه ګر هلاک او دهغوی زیات شمیر تجهیزات هم تباه شوی دی . ویل کیږی دتل رفعت ستره لاره دترکیې په پولې کې له اعزاز ښار سره چې دسورئې دحلب ولایت په شمال کې دوسله والو ترهه ګرو ډلو دتدارکاتو وړو راوړو یوه اصلی لاره ده اوس دسورئې دوسله وال پوځ او ولسی ځواک په کنټرول کې ده چې دسورېئ دپوځ او ولسی ځواک دغو بریالیتوبونو دترهه ګرو روحیه ډیره کمزوری کړی او ویل کیږی چې دترهه ګرو سرغنو ترکیې ته تښتې ته مخه کړې ده .
Add new comment