پاکستان اسلامی ایران خپل یو نزدې دوست او ورور ګاونډی هیواد ګڼی
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید په اسلام اباد کې د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۳۷کلیزې په مناسبت په جشن کې د پاکستان د حکومت له خوا په نمایندګۍ سره ګډون وکړ او پخپلې ویناکې ئې په دې مناسبت د اسلامی ایران حکومت اوملت ته په مبارکۍ ویلو سره و ویل ، دایران او پاکستان د دوو اړخیزو اړیکو پراختیا او مضوتیا د دواړو هیوادونو دملتونو ترمینځ په ښو اړیکو کې نغښتی ده
ایرناخبری آژانس راپورورکړ هغه داسلامی انقلاب له بری وروسته په تیره بیا دبندیزونو له لغوه کیدا وروسته دایران داسلامی جمهوریت سترو بریاؤ ته په اشارې سره ویول دبندیزونو لغوه کیدا به دتجارت ، پانګونې او دانرژۍ په زمینې کې دملګرتیا په حوزو کې دایران اوپاکستان په اړیکو کې نوی سپرکی پرانیزی
پرویز رشید همداراز په نزدې راتلونکی کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوو پوله ایزو سترو لارو دپرانیستو خبر هم ورکړ او وې ویل ، دغه چاره به د دواړو هیوادونو ترمینځ له خلکو سره دخلکو دارتباط اوتجارت دزیاتیدو لامل شی او دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف تل له ګاونډیانوسره د دوستانه اړیکو او پر پیاوړتیا ټینګار کوی او د دواړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو تګ راتګ دایران او پاکستان داړیکو دپیاوړتیا نښه ګڼی
Add new comment