داسلامی ایران د توغندوی قدرت په حوزې کې د توانمنیوپه سرمذاکرات ناشونې د ی

د اسلامی انقلاب د بریالیتوب داوه دیرشمې په میلیونی لاریون کې لاریون کونکو دویې اعلامیې په صادرولو سره استکباری قدرتونو ته خبرداری ورکړ ،که وغواړی دایران کمزوری کولو اویا ګواښلو ته مخه کړی ، نو دایران ملت به دخدای په قدرت او دخپلو وسله والو ځواکونو په اقتدار اوتوانمنیو سره دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځاب ورکړی .
نن په دغه پریکړه لیک کې دایران دایټمی مرکچی ټیم دهلوځلو په قدرونې سره دبرجام پروګرام یا ایکشن پلان داجرا پر بهیر داسلامی انقلاب دمعظم لارښود لارښونوته پر جدی پام هم ټینګارشوی او له حکومته او دایران دملی امنیت له لوړې شورا غوښتل شوی دی دموافقو اوتړونونو د هرډول خلاف ورزۍ په بڼه کې دې پخپلې ایجنډا کې په جدی او پریکنده ډول دورته مقابلې سټراټیژی ولری .د دغه پریکړه لیک په دوام کې لاریون کونکو همداراز ټینګار کړی دایران له استکبار سره مبارزه کونکی ملت هماغه راز امریکا خپله لومړی لمبر دښمنه ګڼی او له خپلو ټولو امنیتی اواطلاعاتی اورګانونو او ادارو غواړی په هوښیارۍ اوځیرتیا سره دې ددښمن دنفوذ ددسیسو په وړاندې پخپلو مسئولیّتونو عمل وکړی
دسلواغې د۲۲نیټې دیوم ا.... دپرتمین لاریون ګډون کونکو دغه راز اعلان کړی ، دایران سرلوړی او میړنی ملت به دفرورۍ په ۲۶نیټه درهبرۍ دخبرګانو شورا او دغه راز داسلامی شورا یا پارلیمان په عمومی انتخاباتو کې پخپل دشمن شکن اوپراخ مشارکت او حماسی ګډون سره خپل یو خولوالی یو زړتوب او بصیرت دیوې بلې حماسې په پنځولو سره دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړی
په دغه پریکړه لیک کې همداراز راغلی دی ، د ایران مسلمان او فهیم ملت دحضرت امام خمینی له لوړو آئیډیاؤ سره په بیا بیعت کولو سره په ټولو اړخونو کې داسلامی ایران دارواښاد بنسټګر سیرت اوتفکر ته دپام په ضرورت هم ټینګار کوی . همداراز داسلامی ایران یوموټی او موحد ولس په اسلامی هیوادونو کې دتکفیری اوسلفی ډلو او د دداعش دترهه ګرو جنایتونو او نیابتی جنګونو او همداراز دآل سعود رژیم دکم عقلو هڅو په محکوم کولو سره دسورئې او عراق دهیوادونو له حکومت ،پوځ اوولسی مبارز ملت او ولسی ځواک څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او دغه ر از ئې روښآنه کړې چې دیمن دبې ګناه اومظلوم ولس په ضد دآل سعود رژیم جنګ او ددغه هیواد دمظلومو مسلمانانو بې رحمه عامه وژله او د بحرین دولس په ضد په ظلم او جنایتونو کې له آل خلیفه رژیم سره مشارکت چې له بده مرغه دنړیوالو ټولنو دچپتیا په سیوری او دامریکائی حکومت په ظالمانه ملاتړونو سره ترسره کیږی هم په سخته محکوم کوی .

Add new comment