کله درست ملت په ټولټاکنو کې برخه اخلی،نوایران اواسلامی نظام عزت پیداکوی اوبیمه کېږی

د ایران داسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، د فبرورۍ د ۲۶مې د اسلامی شورا او خبرګانو شورا په ټاکنو کې د ایران د خلکو د ټولو پرګنو شتون، د ایران د اسلامی جمهوری نظام د لا ډېر عزت لامل وباله.
د ایران داسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، نن د حضرت امام خمینی رح سره د هوایی ځواک د تاریخی بیعت د کلیزې په مناسبت د ایران د پوځ د هوایی ځواکونو له قوماندانانو او کار کوونکو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ: کله چې په ټولټاکنو کې ټول برخه اخلی، ایران او نظام عزت پیدا کوی او بیمه کېږی.

حضرت آیت الله العظمی خامنه ای زیاته کړه: ټولټاکنې د ټولو خلکو لپاره داسې فریضه ده چې باید برخه پکې واخلی.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام د سلواغې په ۲۲مه د لاریونونو ترسره کېدل د انقلاب د اختر د خوشالۍ تکرار وباله او پردې په ټینګار سره چې په نړۍ کې داسې دوامدار ولسی مراسم بې مخینې دی، زیاته کړې، د اسلامی انقلاب د بری له پیل راهیسې تر اوسه پورې ولس دسختې فضا په شمول په هرډول ستونزو او شرایطو کې د سلواغې د ۲۲مې نېټې د انقلاب د اختر په دستورو کې شامل شوی دی.
دوی په دې خبرې په ټینګار سره چې باید ددغې لویې پېښې خاطرې درنښت هیر نشی، وویل، باید داسلامی انقلاب حقیقت تل د خلکو په ذهنونو کې ژوندی وساتل شی، ځکه اسلامی انقلاب هماغه راز په نیمه لاره کې دی او د بنسټونو د پیاوړتیا په خپلو لوړو موخو ته د رسیدو لپاره د اصلی موخو ژوندی ساتلو ته اړتیا لری.

دوی ددې په بیانولو سره چې یو له اساسی مسایلو څخه په اقتصادی ډګر کې د هېواد ټینګول دی تر څو دښمن ونشی کولای چې داقتصاد له لارې خپلې غوښتنې وتپی، زیاته یې کړه: د اسلامی انقلاب له لومړیو څخه تر اوسه پورې د نړۍ تول لومړۍ درجه مادی قدرتونه د اسلامی جمهوری نظام سره مخامخ و، خو نه توانېدل چې کار پرمخ بوزی.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، د ایران کلتور او اقتصاد ته د ضربې ورکولو لپاره ددښمن د دسیسو په اړه دایران د خلکو د هوښیارتیا اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ: له دښمن څخه بې خبری، ویاړ او افتخار نه لری، ځکه چې دښمن له دښمنۍ څخه پاتې کېږی او د دوستۍ په جامه کې ضربه کوی.

Add new comment