په سوریې کښې ترهګرې ډلې له دړې وړې کیدا سره مخ شوی دی

 دسوریې په مختلفو سیمو کښې دپوځ له بریالیتوبونو او په شمال کښې حلب ته د ترهګرو ډلو د اصلی ارتباطی لارو له غوڅیدا وروسته وسله والې ترهګرې ډلې له دړې وړې کیدا سره مخ شوی دی .
سیاسی شناندی وایی په سوریې کښې ترهګرې ډلې او دهغوې ملاتړی هیوادونه په تیره بیا امریکا، سعودی عربستان، ترکیه ، قطر، اردن ، متحده عربی امارات، فرانسه وغیره په جینیوا کښې د صلحې دخبرو له ځنډیدا وروسته دټروریسټانو پرضد دحکومتی عسکرو د بریالیتوب دمخه دنیولو لپاره محدودې لارې لری .
په واشنګټن کښې د ستراتژیکو څیړنو د نړیوال مرکز څیړاند امیل حکیم وویل په سوریې کښې وسله والې ترهګرې ډلې د نسکوریدا په درشل کښې ورغلی دی او هره ورځ ددغو ډلو دړې وړې کیدل نږدې کیږی .
ددغه مرکز بل څیړاند فابریس بالانچ هم وویل دترهګرو پرضد دسوریې دپوځ بریالیتوب دهیواد په بدلونونو کښې دبدلون پیچومی ګڼل کیږی .
هغه وویل په سوریې کښې موجودو ترهګرو ډلو غوښتل حلب او ادلب ولایتونه د ازادې سوریې دیوې اډې په توګه انتخاب کړی خو نوره دغه چاره امکان نلری .
د شهبا خبری اژانس مدیر مامون الخطیب هم په حلب کښې وویل هغه څه چې د سوریې دترهګرو د لالهاندې سبب کیږی دادی چې دترهګرو ملاتړی هیوادونه یوازې خبرې کوی او عمل نه پرې کوی .
سیاسی شناندی وایی چې دسوریې ترهګر ډیر لږ انتخابونه لری او د دوې تر کنټرول لاندې سیمې تر دباو لاندې دی او دغه چاره به زر دټروریسټانو دماتی سبب شی .

Add new comment