د عراق په لویدیځ کی د السجاریه سیمه د عراقی ځواکونو له خوا د ترهه ګرو له نیواکه آزاده شوه

 ایران د راډیو او ټلویژن د خبری آژانس د راپور په اساس، د عراق د ټروریزم سره د مبارزې د ځواکونو قومندان، عبدالغنی الاسدی، پرون وویل: د الانبار ولایت د الرمادی ښار  د السجاریه سیمه، په بشپړه توګه آزاده شوه، او عراقی ځواکونه د الرمادی په ختیځ کی د جوبیه سیمې ته د ننوتو په درشل کی دی.

د الانبار ولایت د عملیاتو قومندان، اسماعیل المحلاوی هم وویل: د عراق امنیتی ځواکونو په السجاریه سیمه کی وکولای شول، د داعش ترهه ګرې ډلې له خوا، د عراقی کورنیو کلابندې ماته کړی.

د داعش ترهه ګرې ډلې په السجاریه کی، له ملګی خلګو څخه د انسانی ډال په توګه استفاده کوله.

Add new comment