په درستې نړۍ کې له داعش تکفیری ډلې سره دنورو ترهه ګروډلو یوځآی کیدا درسته نړۍ ګواښی
پریس ټی وی راپورورکړی دملګروملتو سرمنشی بان کی مون بیګا په یولړڅرګندونو کې ویلی دی ، داعش یو بې ساری ګواښ دی ،ځکه دغه ترهه ګره ډله ددې توانمنی لری څو دفلیپین ، ازبکستان ،پاکستان ،لیبیا او نیجریه په څیر په هیوادونو کې نوره ترهه ګرې ډلې له ځان سره ملګری کړی .
بان کی مون اټکل کړی په روان میلادی کال به د داعش دپلوی ترهه ګرو ډلو شمیر نوره هم زیات شی .
دملګروملتو سرمنشی ویلی دی ، ټول هیوادونه باید د داعش ترهه
ګرو او له هغو سره داړونده تالی څټو جنایتکارو یرغلونو دزیاتیدو دمخنیوی لپاره تیار ووسی
هغه زیاته کړې په درست لودیځی اوشمالی افریقا،مینځنی ختیځ او جنوب اوجنوبی آسیا کې د داعش وروستۍ نفوذ او پراختیا په درستې نړۍ کې په تیرو اتلسو میاشتو کې ددغه ګواښ او دهغو دبشپړتیا دچټکې ودې ښودنه کوی . دملګروملتو سرمنشی همداراز په تیر کال کې دتیلو او له هغو سره داړونده محصولاتو د پیر پلورپه وسیله ددغې ترهه ګرې ډلې عایدات له څلور سوو تر پنځو سوو میلیون ډالرو پورې دی .
Add new comment