ترکیه دې دسوریاوالو کډوالو په وړاندې خپلې پولې پرانیزی
فرانس پریس له ایمسټرډم څخه راپورورکړی داروپالوړپوړو چارواکو نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دسورئې څه دپاسه شل زره کډوال ممکنه ده ترکیې ته دتلو په هڅې کې چې همدااوس دڅه دپاسه دوومیلیون سوریاوالو کوربه ده ، ددغه هیواد په پولو کې لالهانده ګرځی .
داروپائی اتحادئې دسیمه ایز سیاست اوپراختیا کمیشنر ژوهانس هن داروپائی اتحادئې له خارجه وزیرانو او د ترکیې پشمول د هغو هیوادونو له ګډون والو سره په خبرواترو کې چې په دغې اتحادئې کې دغړیتوب په لټه کې دی ، ویلی ، دکډوالو دمنلو په باب دجینوا کنونشن تراوسه پورې معتبر او باؤری دی .
دلوګزامبرګ خارجه وزیر جین سلبورن هم په دغې غونډې کې په ایمسټرډم کې ترسره شوه ویلی دی ، په سورئې کې ئې د حلب ښار دهغو شپو ورځو ټول تصویرونه لیدلی دی چې په لسګونو زره کسان لهدغه ښاره دتښتې په حال کې دی .
هغه زیاته کړې دحلب اوسنیو شرائطو او نښتو ته په پام سره به مونږ په اروپا کې دکډوالو له بلې سترې څپې سره مخامخ شو .
داروپائی اتحادئې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې هم ویلی دی ، په ایمسټرډم کې داروپائی اتحادئې دخارجه وزیرانو غونډه دافرصت برابروی څو هغوی دسوریاوالو کډوالو دبرخلیک په باب چې له حلبه دسختو نښتو له امله په تښتې دی ، خپله سخته اندیښنه څرګنده کړی
Add new comment