په سورئې کې ترهه ګر له ماشومانو دډال په توګه استفاده کوی
دروسیې دفاع وزارت ویندوی ایګورکناشینکوف نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دسورئې په ادلب ښآر کې ترهه ګرې ډلې دځان مرګو حملو دترسره کولو او دغه راز دسورئې دپوځ په وړاندې دبې وسۍ له امله له ماشومانو اوځلمیانو د ډال په توګه استفاده کوی .
دروسیې تاس خبری آژانس راپورورکړی ایګور کناشینکوف دغه راز ویلی دی ، هغه راپورونه اواطلاعات چې په ادلب ښار کې له خبرو سرچینوترلاسه شوی دی ، داتائیدوی چې النصره جبهه او احرارالشام ډلو دماشومانو اوځلمیانو یوه ډله جوړه کړې او هغوی ته ئې ځانګړی روزنې ورکړی څو له هغو څخه دعامو خلکو په ضد دځان مرګو حملو د کولو او دغه راز د سورئې دپوځ اوولسی مبارز ځواک دعملیاتو په وخت ترې د ډ ال په توګه استفاده وکړی .
Add new comment