سعودي عربستان په یمن باندې پخپلو بریدونو کښې د ملکي خلکو په وژله داده شو خو دا کار یې توجیه کړ
د العالم چینل د خبر له مخې سعودي تیري ګرو په هغه خبرپاڼه کښې چې په ملګرو ملتو کښې د دغه هیواد د نمایندګۍ لخوا صادره شوه، په یمن باندې د سعودي پوځ په بوږنونکو حملو کښې د دغه هیواد د ملکي خلکو په وژلې اعتراف وکړ او هغه یې یو غیرهدفمن توجیهي اقدام وباله.
په ملګرو ملتو کښې د سعودي عربستان استازي د یمن د عامه خلکو له وژلې څخه د خواشینۍ ښودلو په ادعا سره په دې لړ کښې د تحقیق لپاره د یوې کمیټې د جوړولو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کښې دي چې ملګرو ملتو په یو رپورټ کښې د سعودي عربستان ۱۱۹ بریدونه تائید کړي چې پکښې نړیوال قوانین تر پښو لاندې شوي او عامه خلک په نښه شوي دي.
بل خبر دا چې د یمن د پلازمینې صنعاء د شمال ختیځ په الرحبه سیمې باندې د سعودي عربستان د تیري ګرو بریدونو د حملو له امله دې ماشومان او درې ښځې شهیدانې شوي او یوشمیر نور یمنیان پکښې زخمي شول.
Add new comment