د باچا خان پر پوهنتون ډله ییز برید پای ته ورسید
د خیبرپښتونخوا سیمې په چارسده کې د باچاخان پر پوهنتون ډله ییز برید د ۲۶ کسانو په وژل کېدو سره پای ته ورسید.
د ایرنا خبری آژانس د خبر له مخې، د چارسدې ښار پر باچاخان پر پوهنتون ډله ییز برید چې نن سهار پیل شوی و، د امنیتی ځواکونو له برید وروسته د کابو ۲۶ کسانو په وژل کېدو سره پای ته ورسید.
خبر وایی په دې برید کې ۲۲ ولسی کسان او څلور بریدګر وژل شوی چې په ځینو رپوټونو کې د برید کوونکو سن کابو ۱۵ کاله اعلان شوی دی.
په دې برید کې کابو ۵۰ کسان ټپیان شوی هم دی.
د پاکستانی طالبانو ډلې ددې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی.
د عمر منصور په نامه د پاکستانی طالبانو یو کس چې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې په پېښور کې پر پوځی ښوونځی د خونړی برید اصلی طراح پېژندل شوی، اعلان کړی چې د باچاخان پر پوهنتون برید هم دده کسانو کړی.
د پېښور پر پوځی ښوونځی په برید کې د ۱۳۰ زده کوونکو په شمول کابو ۱۵۰ کسان وژل شوی وو.
Add new comment