دعراق په الانبار کې نور ۳۴داعشیان هلاک شوی دی
دعراق دالانبار ولایت دعملیاتو قوماندان جنرال اسماعیل المحلاوی نن ویلی دی په دغه ولایت کې دالرمادی په شمال کې دپوځ په هوائی عملیاتو کې کابو ۳۴داعشی ترهه ګرل هلاک او یو شمیر نور هم ټپیان شوی او ویل کیږی چې دهغوی یو شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه شوی دی
سومریه نیوز خبری چینل راپورورکړی دعراق دالانبار ولایت دعملیاتو قوماندان جنرال اسماعیل المحلاوی نن ویلی دی په دغه ولایت کې دالرمادی په شمال کې دپوځ په هوائی عملیاتو کې کابو ۳۴داعشی ترهه ګرل هلاک او یو شمیر نور هم ټپیان شوی او ویل کیږی چې دهغوی یو شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه شوی دی
المحلاوی همداراز دالرمادی په شمال اوختیځ کې دنوی کیښودل شویو بمونو دشنډولو خبر هم ورکړ.
له عراقه په یوه بل خبر کې ویل شوی دی ، فرات نیوز خبری سایټ راپورورکړی ولسی مبارزان هم په یولړ عملیاتو کې بریالی شوی دی ، له داعش سره اړونده یو شمیر ترهه ګرچې نیت ئې درلود په کربلاښار کې ورانکار عملیات وکړی له ورانکارۍ مخکې ونیسی .
Add new comment