امریکا هماغه پخوانۍامریکاده اوباید دبرجام په اجرا کولو کې ئې د دوکو څارنه وکړوو
د ایران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، د فبرورۍ د شپږویشتمې په ټولټاکنو کې د ایران د ملت پراخ شتون، د ملی عزت او د اسلامی جمهوریت د امنیت ددوام او د پرمختګ او پراختیا د تضمین لامل وباله.
د ایران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، د فبرورۍ د شپږویشتمې په ټولټاکنو کې د ایران د ملت پراخ شتون، د ملی عزت او د اسلامی جمهوریت د امنیت ددوام او د پرمختګ او پراختیا د تضمین لامل وباله.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای نن د اسلامی شورا د جرګې د ټاکنو د لسم پړاو او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د ټاکنو د پنځم پړاو له چارواکو سره په لیدنه کې په ټاکنو کې د روغې سیالۍ د تضمینونکو عناصرو په تشریحولو سره د ایران اسلامی جمهوریت او ولس د ټاکنو په ډګر کې د یوې ملی او پیاوړې سیالۍ د ترسره کولو ویاړلی ګټونکی وبلل.
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر،د ټاکنو دوه راتلونکی پړاونه ډېر مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د یوې روغې سیالۍ ډېر مهم شرط، د رایې ورکولو د شرایطو د ټولو لرونکو کسانو او آن هغو کسانو ګډون دی چې له نظام سره موافق ندی.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د ټولټاکنو په بایکاټولو او یا کمزوری کولو سره په ټاکنو کې د خلکو د ګډون نه کولو لپاره د یوې ډلې هلو ځلو ته په اشارې سره څرګنده کړه، ولس به ددې کسانو پروړاندې خپل کارنده توب وښیی.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام په بصیرت او فکر سره د خلکو ګډون او د صالحو کسانو ټاکل د روغو ټاکنو نور شرطونه وبلل او ویې ویل، چې باید داسې کسان وټاکئ چې د مسوولیت پر چوکۍ له کښیناستو وروسته د خلکو خدمت وکړی او د عمومی ګټو او مصالحو په چوکاټ کې عمل وکړی.
حضرت آیت الله خامنه ای ټینګار وکړ، قانون ته د ټاکنو د ټولو مسوولو ادارو غاړه ایښودل او د قانون مراعاتول، قانونی ادارو ته سپکاوی نه کول، د عامه ذهنیتونو نه خرابول، یو بل ته د کاندیدانو سپکاوی نه کول او آن له غیبته ډډه کول، د غیر عملی او غیرقانونی ژمنو نه ورکول او له خلکو سره صادقانه چلند د ټاکنو د یوې روغې سیالۍ لپاره اړین معیارونه او آداب دی.
حضرت آیت الله خامنه ای همدارنګه د ایران د اټومی موضوع د حل په اړه د ایران دولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، او د اټومی ټیم د نورو غړو د زحمتونو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه: البته داسلامی جمهوریت ټولې غوښتنې پوره شوې نه دی، خو مسوولینو په دې قضیه کې انصافا زیار و ایستلو.
دوی، د ګډ اقدام د جامع پروګرام یا برجام د اجرا په اړه د مهمو ټکیو په بیانولو سره مسوولینو ته په خطاب کې څرګنده کړه: امریکا هماغه پخوانۍ امریکا ده او باید د برجام په اجرا کولو کې د هغې د دوکو څارنه وکړوو.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای ټینګار وکړ، اټومی لاسته راوړنې د ایران د پوهانو د نبوغ او هڅې او د ولس د ملاتړ محصول دی، پردې بنسټ بې انصافی ده که چېرې ځینې کسان دغه نتیجې د امریکایانو د مهربانۍ په توګه تبلیغ کړی.
دوی د امریکا ماهیت ته په یوه بله اشاره کې زیاته کړه، د سیمې اوسنیو پېښو د یو نوی منځنی ختیځ د جوړولو د اړتیا څخه دامریکایانو د څو تېرو کلونو موخه څرګنده کړه، د هغوی نوی منځنی ختیځ په حقیقت کې د جګړې، ترهګرۍ، تعصب، تحجر، او د مذهبی او کورنیو نښتو څخه یو ډک منځنی ختیځ دی.
Add new comment