د عربستان په برید کې ۱۴ یمنیان وژل شوی

د یمن د سبا خبری آژانس د خبر له مخې، ددغه هېواد په شمال، صعده ولایت د عربستان په هوایی برید کې ۱۴ کسان وژل شوی.
خبر وایی دعربستان جنګی الوتکو د یمن په شمال، د صعدې ولایت په حیدان ولسوالۍ په برید سره، ۱۴ کسان وژلی او ۵ نور ټپیان دی.
په عین حال کې، د عربستان جنګی الوتکو نن د یمن د پلازمېنې صنعا په مختلفو سیمو هم بریدونه کړی.
د یوبل خبر له مخې، د یمن په سویل، تعز ښار د بعدان په الحریر سیمه کې د سعودی الوتکو په برید کې یوه مېرمن او ۹ زده کوونکی وژل شوی او ۴ نور ټپیان دی.

Add new comment