د برجام اجراکیدا؛ د ایران لپاره ستره بریا
د ایران او د ۵+ا ډلې د نمایندګانو ترمنځ د دوه نیم کالو خبرو اترو وروسته؛ د ایران خارجه وزیر او د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست مسؤلې، په یوه ګډه بیانیه کی، د جنورۍ ۱۶ مه نیټه؛ د برجام د اجرا کیدا ورځ اعلان کړه.
د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف، او د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست د مسؤلې، فډ ریکا موګرینی، په ګډه بیانیه کی چی تیره شپه په ویانا کی ولوستله شوه؛ راغلی دی: د ایران او د ۵+۱ ډلې د نمایندګانو ترمنځ؛ د تاریخی موافقې له نهایی کیدو څخه شپږ میاشتی وروسته؛ دواړو لورو په جدی هلوځلو سره، باالآخره وکولای شول؛ د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ په ۱۶ مه نیټه؛ د برجام د اجرا کیدو زمینه برابره کړی.
د دغې بیانیې په اساس، له دې کبله چی ایران پخپلو ژمنو باندی عمل کړئ دئ؛ د جنورۍ له ۱۶ می نیټې څخه، د ایران په اټمی پروګرامونو پوری مربوط، مالی؛ اقتصادی او څو اړخیز بایکاټونه؛ د برجام سره سم، ختمیږی.
ددغی بیانې له مخې، د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال ۲۲۳۱ پریکړه لیک چې برجام یې تایید کړی، له دې وروسته به د اټومی وسلو د پراختیا د منع یا ان پی ټی د تړون په څنګ کې یوازې د اټومی فعالیتونو اړونده حقوقی چوکاټ وی، او د (۲۰۰۶) کال ۱۶۹۶- او د (۲۰۰۷) 1737 او ۱۷۴۷ پریکړه لیکونو،-او(۲۰۰۸)- ۱۸۰۳ او ۱۸۳۵ پریکړه لیکونو، د (۲۰۱۰) ۱۹۲۹ اود (۲۰۱۵) ۲۲۲۴ پریکړه لیکونو ټولې مادې لغوه کېږی.
د ظریف او موګرینی د ګډې بیانیې له لوستلو وروسته، د اټومی انرژۍ د نړیوال آژانس عمومی منشی په خپل رپوټ کې تایید کړه چې ایران د نړۍ له قدرتونو سره د موافقې سره سم د خپلو اټومی فعالیتونو په اړه رامنځ ته شوی ټول محدودیتونه مراعات کړی دی.
یوکیو آمانو پرون په ویانا کې وویل چې نن زه په خپل رپوټ کې تاییدوم، چې ایران دګډ اقدام د جامع پروګرام یا برجام د اجرا کېدو د پیل لپاره لازمې ګامونه پورته کړی، او دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او واکمنې شورا ته تسلیم شوی دی.
د برجام د اجرا کیدا لپاره؛ د ایران د ګامونو او اقدامونو په تائیدولو؛ د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومی منشی ؛ او د برجام د رسمی اجرائی کیدو د راپور له خپریدا وروسته؛ د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر؛ ښاغلی ډاکتر حسن روحانی، په یو پیغام کی؛ د دغې لاسته راوړنې په خاطر، د ایران ملت ته مبارکې وویله.
د ملګرو ملتو سرمنشی، بان کی مون هم، د ایران او د شپږ نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټمی موافقې له اجرا کیدو څخه په هرکلی کولو سره، وویل: دغه لاسته راوړنه ښیې چی؛ خبری اترې او له صبر څخه ډکه ډیپلماسې کولای شی؛ مهمې اندیښمنۍ له منځه یوسی.
په همدی حال کی د اټمی انرجۍ په نړیوال آژانس کی د ایران استازی،رضا نجفی، وویل: د دغه آژانس عمومی منشی، یو؛کیا امانو به نن، دیو پلاوی په مشرۍ، تهران په سفر کولو سره، د ایران د ؤلس مشر، او د اټمی انرجۍ د سازمان د رئیس، په شمول، د ایران د اسلامی جمهوریت له مقامونو سره کتنه وکړی، او د ایران او آژانس د همکاریو د راتلونکی په باره کی خبری اترې ترسره کړی.
د ایران د مرکزی بانک رئیس، ولی الله سیف هم، د برجام په اجراکیدو سره د ۳۰ میلیارډ ډالرو بایکاټ شویو سرچینو د آزادیدو د جزئیاتو په اعلانولو سره وویل: ایران ته د دومره ا ندازې اسعارو واردیدل منطقی نه دی؛ او هڅه کیږی له هغو څخه د اړتیا وړ کالیو د واردولو لپاره استفاده وشی. سیف زیاته کړه: بین المللی بانکی سیسټم ته په پام سره، کولای شو آزاد شوی پیسې، په ډاډمنو او متمرکزو حسابونو کی کښیږ دو، او د اړتیا په وخت ورڅخه ګټه واخلو.
Add new comment