سعودی له پاکستانه څه غواړی؟
د سعودی عربستان د دفاع وزیر او د ولیعهد مرستیال محمد بن سلمان نن اسلام آباد ته لاړ او د سعودی په مشرۍ د داعش په خلاف د تش په نامه څلور دېرشو اسلامی هېوادونو د ائتلاف او د ایران او سعودی ترمېنځ د تاوتریخوالی په شمول د سیمې د مهمو موضاعاتو په اړه د پاکستان له لوړ رتبه فوځی او سیاسی چارواکو سره خبرې اترې کوی.
د تېر زیارت په ورځ هم د سعودی د دفاع وزیرعادل بن الجبیر اسلام آباد ته د څو ګېنټو سفر کړے ؤ او د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف او د فوځ د قوماندان راحیل شریف په شمول یې د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره لیدل کتل کړی او په نوموړو موضوعاتو یې بحث کړے ؤ.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د داعش په خلاف د تش په نامه څلوردېرشو هېوادونو د ائتلاف د تشکیلولو په هرکلی سره د سعودی د بهرنیو چارو وزیر ته اطمینان ورکړ چې پاکستان به د روزنې، د اطلاعاتو د تبادلې او د داعش د تبلیغاتو او پروپېګېنډو د شنډولو په زمینو کښې له دغه ائتلاف سره ملګرتیا وکړی. خو د باخبرو سرچینو له قوله نواز شریف عادل بن الجبېر په دې پوهه کړو چې پاکستان به د سوریې په شمول د هیڅ یو هېواد په خلاف جنګ ته ورونه دانګی او اوس چې د سعودی د بهرنیو چارو د وزیر له سفره دوه ورځې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر محمد بن سلمان پاکستان ته لاړ دے داسې ښکاری چې سعودی دغه هېواد ته د پاکستانی ځواکونو په لېږلو ټینګار کوی.
زمونږ رېډیو په دې حقله د ټیلفون له لارې د پاکستان د فوځ له پخوانی قوماندان او د دغه هېواد د سټراټیجکو مطالعاتو د ادارې د مشر جنرل مېرزا اسلم بېګ نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل د سعودی باچائی حکومت له څو امنیتی او سټراټیجکو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دے چې په دا ډول دی:
د سعودی باچائی رژیم وړومبے مشکل تندلاری وهابیان دی چې د داعش یوه څانګه تشکیلوی او یو شمېر یې څو ورځې مخکې د عربستان د شیعه و له مشر باقر النمر سره اعدام شول او دغې چارې د سعودی شاهی حکومت اوس سخت ویرېدلے دے.
دویم مشکل یې د سعودی شیعه مسلمانان دی چې په ډېرې تنګسه، بې وزلۍ او محرومیت کښې ژوند کوی او مشر یې د شیعه ؤ د حقوقو د غوښتنې په وجه اعدام شو. د دغه هېواد په ختیځ کښې شیعه احتجاجونه کوی او باچائی حکومت اوس شیعه مسلمانان هم د ځان لپاره یو جدی ګواښ بولی.
دریم مشکل یې د یمن په جنګ کښې د سعودی ښکېلېدل بلکه ماتې ده چې بې سوچه او فکره یې په دغه هېواد باندې حمله وکړه او فکر کوی چې په څو ورځو کښې به کامیاب شی. او د چینیانو د مشهور قول له مخې چې وائی ((پکار دی د انقلابیانو په خلاف اقدام ونه کړئ)) خو سعودی حکومت چې یو ځوان یې چلوی دا غېر منطقی کار وکړ او اوس نه پوهیږی چې ځان له دغې ګرداو څنګه راوباسی؟
څلورمه مسئله د سعودی باچائی حکومت لپاره د امنیت ټینګښت دے چې اوس د دغه هېواد واکمنان په بې وسۍ سره فکر کوی چې خپل دغه حکومت څه ډول وساتی نو په همدې وجه یې په وارخطائۍ سره وړومبے د څلور دېرش اسلامی هېوادونو ائتلاف اعلان کړ او داسې یې وښودله چې ته به وائې دغه ائتلاف د شیعه ؤ په خلاف د سنی هېوادونو ائتلاف وی. لکه امریکې هم دغه ائتلاف د سنی هېوادونو اتحاد وبلۀ چې له دې لارې وکړې شی د سعودی باچائی حکومت وژغوری او د دغو هېوادونو ترمېنځ هم یې زیاتره امید پاکستان او د دغه هېواد فوځ ته دے.
لکه د یمن په جنګ کښې هم دغه جنګ ته د پاکستان د فوځ د لېږلو غوښتنه یې کړې وه خو پاکستان د فتنې د ژوروالی په درک کولو سره د یمن جنګ ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړه. البته پاکستان وعده وکړه چې که د سعودی په خاوره او حرمېنو شریفېنو تېرے وشی نو پاکستان به ترې دفاع وکړی او اوس هم سعودی له مخکې نه زیات له سختو کورنیو خطراتواو ګواښونو سره مخامخ دے او ویریږی چې د هېواد په دننه کښې له کودتا یا کورنی انقلاب سره مخامخ نه شی نو په دې ټینګار کوی چې پاکستان پکار د سعودی د باچائی حکومت د حفاظت لپاره خپل فوځی ځواکونه ولېږی.
جنرل اسلم بېګ هم دارنګ څرګنده کړه چې کېدې شی پاکستان د دې لپاره چې له مالی نظره د سعودی زیات احسانمن دے یو شمېر فوځی ځواکونه د سعودی خاندان د حکومتی تاسیساتو د حفاظت او د امنیت د ټینګولو لپاره دغه هېواد ته ولېږی خو پاکستان به هیڅ وخت د نورو اسلامی هېوادونو په خلاف جنګ ته ورونه دانګی.
باید وویل شی چې پاکستان د اتیایمې لسیزې په وړومبیو وختونوکښې هم چې جنرل ضیاء الحق په اقتدار کښې ؤ هم د سعودی باچائی حکومت په غوښتنې سره د پاکستان د فوځ یو شمېر کمانډویان د ځینو سیاسی مخالفینو چې د سعودی په قول په مسجدالحرام یې قبضه کړې وه د ځپلو لپاره لېږلی وو او پاکستانی کمانډویانو هم هغه ټول کسان چې د خپلو حقوقو د حاصلولو لپاره یې په مسجدالحرام کښې پناه اخېستې وه په هم هغه سپېڅلی حرم کښې قتل عام کړل.
Add new comment