آیا د ایران او سعودی ترمېنځ د تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د هېوادونو مېنځګړیتوب به څه نتیجه ورکړی؟
د ایران او سعودی ترمېنځ تاوتریخوالے هغه وخت زیات شو چې د سعودی عربستان د شیعه مسلمانانو د مشر آیت ا... شېخ باقر النمر له اعدامه وروسته په تهران کښې د دغه هېواد په سفارت او په مشهد کښې یې په کنسولګرۍ حمله وشوه چې د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت دغه حمله وغندله او د هغې عاملان یې ونیول او تفتیش یې ترې شروع کړ.
سعودی هم په اعتراض کښې له ایران سره خپل ډېپلومېټک تعلقات پرې کړل او ورپسې ځینو عربو او افریقائی هېوادونو چې د سعودی تالی څټی دی هم د دغه هېواد د خوشحالولو لپاره له ایران سره تعلقات پرې کړل. کله چې د دغو دواړو هېوادونو ترمېنځ تاوتریخوالے جوبن ته ورسېد نو ځینو اسلامی هېوادونو د دې چارې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. په همدې بنیاد د دې کتونکی یوو چې په تېرو ورځو کښې مختلفو هېوادونو د مینځګړیتوب لپاره د چمتووالی اعلان وکړ چې له هغو څخه انډونېشیا، جرمنی، چین، عراق، ترکیې او پاکستان ته اشاره کولې شوو. خو عراق هغه وړومبنے هېواد ؤ چې سملاسی په اقدام یې لاس پورې کړ ځکه چې د تهران او ریاض د تعلقاتو خړپړېدنې په وړومۍ مرحله کښې په عراق کښې له ترهه ګرۍ سره په جنګ باندې تاثیر کوۀ. د همدې امله د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفری تهران ته په راتلو سره د مرغومی د میاشتې په شپاړسمه نېټه په تهران کښې له خپل همسنګ محمد جواد ظریف سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې د تهران او ریاض ترمېنځ رامنځته شوې پېښې ته په اشارې سره وویل، د هغه څه له مخې چې د عراق د حکومت په کابینه کښې فېصله وشوه د سیمې حالاتو او د ایران له اسلامی جمهوریت سره ښو تعلقاتو او هغو تعلقاتو ته په پام سره چې له نورو عربو هېوادونو سره یې لروو عراق د دغې موضوع د هواری او د سیمې د مسائلو په اړه د خاموشۍ دریځ نه شی لرلې او بې طرفه نه شی پاتې کېدې. نو ځکه عراق لازمی وګڼله چې یو حرکت وکړی په تېره بیا دا چې تندلاریتوب په سیمه کښې کړکېچ رامنځته کړے دے.
همدارنګ د ترکیې وزیراعظم داوود احمد اوغلو د تېرې چارشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلېمان کښې په خپله اونیزه وېنا کښې د ایران او سعودی ترمېنځ رامنځته شوی تاوتریخوالی ته په اشارې سره وویل، مونږ آماده یوو چې د دغو دواړو هېوادونو ترمېنځ د تاوتریخوالی د کمولو لپاره یو لړ مناسب کوششونه وکړوو.
د انډونېشیا ولسمشر جوکو ویدودو هم له هغو چارواکو ؤ چې د دغې موضوع په اړه یې غبرګون څرګند کړ او وې ویل چې خپل د بهرنیو چارو وزیر یې مامور کړے دے چې د سعودی د باچا او د ایران د ولسمشر لپاره د یو لیک په رسولو سره د دواړو خواو ترمېنځ د مینځګړیتوب لپاره د خپل هېواد ګروهنه اعلان کړی.
په هدې لړ کښې د انډونېشیا د بهرنیو چارو وزیر د تېرې شورو په ورځ تهران ته راغے او د ایران له چارواکو سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې او همدارنګ د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر شټائن مائر هم په دې اړه وویل چې د فرورۍ په دویمه نېټه به د ایران او سعودی ترمېنځ د خبرو اترو د زمینې د برابرولو په لړ کښې تهران ته سفر وکړی او په ملګرو ملتو کښې د جاپان استازی هم د ایران او سعودی ترمېنځ د رامنځته شوی تاوتریخوالی د هواری لپاره د دغه هېواد د حکومت د چتمووالی خبر ورکړ.
ریانووېسټی خبری اژانس هم د مېنځګړیتوب لپاره د روسیې د چمتووالی خبر ورکړ او د یو باخبرې سرچینې له قوله یې وویل چې مونږ د یو بل د دوستانو په توګه دی دې ته اماده یوو چې که له مونږه وغوښتل شی نو د ایران او سعودی ترمېنځ د موجودو لانجو او بل هر نوی اختلاف د هواری لپاره د مینځګړیتوب رول لوبولې شوو.
د چین حکومت هم د دواړو خواو ترمېنځ د مینځګړیتوب لپاره تهران او ریاض ته د چین د استازی د سفر خبر ورکړ. په همدې لړ کښې تېره هفته د چین د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال تهران ته راغے. همدارنګ کویت او عمان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې ګمان کیږی د دواړو هېوادونو ترمېنځ د مینځګړیتوب لپاره د پردې شا ته کوششونه کوی. کویت او عمان په سیمه کښې د معتدلو تعلقاتو په لرلو مشهور دی نوځکه دغه کردار ادا کولې شی.
پاکستان هم د دغو هېوادونو په جرګه کښې شامل شو چې اوس د ایران او سعودی د مینځګړیتوب د کردار ادا کولو لپاره یې خپله امادګی اعلان کړې ده او د دغه هېواد وزیراعظم او د فوځ قوماندان سبا تهران او بیا ریاض ته سفر کوی. د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صادق حسېن جابری انصاری هم د ایران او سعودی عربستان د تعلقاتو د برقرارۍ لپاره د ځینو هېوادونو د مینځګړیتوب په باره کښې څرګنده کړه چې ایران د تاوتریخوالی د زیاتولو په لټه کښې نۀ دے او د سعودی لخوا د تاوتریخوالو د رامنځته کولو د زیاتېدو باوجود په واضحه توګه اعلان کوی چې د ایران سیاست د ګاونډیانو او اسلامی هېوادونو ترمېنځ د تاوتریخوالو زیاتول نۀ دی بلکه تل د اسلامی هېوادونو ترمېنځ د وحدت او یووالی په لټه کښې ؤ او دے او دا سعودی عربستان دے چې پرله پسې بحرانونه راپېدا کوی او دغه هېواد په داسې حالاتو کښې چې خپلې ګټې په بحران کښې وینی دغو مینځګړیتوبونو ته څه ځواب نۀ ورکوی او د دا ډول اقداماتو د کامیابېدو اجازه به ورنکړی.
د پاکستان د فوځ پخوانی قوماندان او د دغه هېواد د سټراټیجکو مطالعاتو د دفتر د مشر جنرل اسلم بېګ د وېنا له مخې چې زمونږ له رېډیو سره یې د ټیلفون له لارې مرکه کوله وویل، سعودی رژیم کورنیو پېښو او د خپل ولس د احتجاجونو څپې سخت ویرولے دے نو ځکه د دې لپاره چې ځان ترې وژغوری او له نسکورېدو سره مخامخ نه شی په سیمه کښې د بحران په جوړولو لاس پورې کړے دے او د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنځ د نفاق په اچولو سره غواړی باچائی حکومت له لاسه ورنۀ کړی.
هغۀ همدارنګ زیاته کړه اسلام آباد له ریاض سره هیڅ څرګنده معاهده نه لری چې د هغې له مخې دې د پاکستان فوځ له سعودی څخه دفاع وکړی. که څه پټه معاهده شوې وی نو هغه هیڅ ارزښت نه لری، لکه څنګه چې د یمن په قضیه کښې هم پاکستان سیمې ته د فوځی ځواکونو له لېږلو ډډه وکړه نو دغه شان اوس به هم د څلوردېرش اسلامی هېوادونو په ائتلاف کښې پاکستان خپل فوځی ځواکونه سیمې ته ونۀ لېږی.
Add new comment