داعش په دویم سوړ جنګ کښې د لویدیځ پېشمرګ
د افغانستان په ختیځ کښې د ننګرهار ولایت چې له یوې مودې راهسې داعش ترهه ګرې ډلګۍ ناامنه کړے دے ټاکلے شوے د دغه هېواد د ولسی جرګې پلاوی کوربا وی.
د افغانستان ولسی جرګې فېصله کړې ده چې د دغې جرګې د وړومبی مرستیال حاجی ظاهر قدیر د څرګندونو د تحقیق لپاره یو پلاوے ننګرهار ولایت ته ولیږی. ظاهر قدیر په دې وروستیو کښې ویلی وو چې مشکوک هیلی کاپټرونه وسله وال کسان په دغه ولایت کښې کوزوی. لکه د دغه ولایت د سرخدرې ولسوالۍ د هجرت کلی عینی شاهدانو هم څه موده مخکې لیدلی وو چې هیلی کاپټرونه نقابداره کسان په تورو جامو کښې د دغه کلی په تور غرۀ کښې کوز کړی دی او د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا مشر هم دغه چاره تائید کړې وه.
باید وویل شی چې حاجی ظاهر قدیر له دې مخکې هم د پارلېمان په یوې څرګندې غونډې کښې په واضحه توګه وویل چې په کابل کښې د داعش مشران اوسیږی او په دغه ښار کښې له ځینو امنیتی ادارو او ځینو سفارتخانو سره په ارتباط کښې دی. افغان حکومت بې له دې چې ووائی د دې موضوع په باره کښې به یو کمېشن تحقیق وکړی په دې زمینه کښې بل څه خاص اقدام ونکړ.
دا هم اوس یوه معما بلکه یوه پوښتنه ده چې حکومت ولې د داسې یوې ادعا بلکه د ستر تور په اړه تر اوسه څه غبرګون نه دے ښودلے یا څه خاص کارنه دے کړے؟ ان تردې چې ولسی جرګه مجبوره شوه چې د حاجی ظاهر قدیر د دویمې ادعا په اړه فېصله وکړی او وټاکلې شوه چې د ولسی جرګې یو پلاوے به ننګرهار ولایت ته ولیږی.
مودې وشوې چې د ننګرهار ولایت خلق په دغه ولایت کښې د داعش د شتون په وجه رنځیږی، لکه څنګه چې جنرل جان کېمپل هم ویلی وو چې داعش په افغانستان کښې درې زره ځواکونه لری او د جلال آباد د نیولو او په خپل مرکز باندې د دغه ښار د بدلولو په لټه کښې دی، او د دغه ولایت د شینوارو قوم مشرانو هم په دې وروستیو کښې کابل ته په سفر کښې له افغان ولسمشر اشرف غنی سره کتنه وکړه او په دغه ولایت کښې یې د داعش د موجودګۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او اعتراف یې وکړ چې داعش په شپږو ولسوالیو یعنې هسکه مېنه، کوټ، اچین، سپین غر، دُر بابا او غنی خېلو کښې د خلقو په زمکو او کورونو قبضه کړې ده.
د اچین چې له دغو شپږو څخه یوه ولسوالی ده ولسوال هم څه موده مخکې زمونږ له رېډیو سره د ټیلفون له لارې په یوه مرکه ښې په دغه ولسوالۍ کښې د داعش د څرګندېدو د څه رنګوالی په اړه وویل چې د پاکستان ځینې قبائیلی خلق په تېره بیا له اورکزیو قبائیلو څخه له خپلو کورنیو سره راغلل او وې ویل چې د پاکستان د حکومت ظلم او ستم په کډوالۍ مجبور کړی دی. نو ځکه د اچین او نورو ولسوالیو خلقو هغوی ته پناه ورکړه او ورسره یې مرستې وکړې خو څه موده نه وه تېره چې هغوی په داعش ډلګۍ بدل شول.
د ویلو ده چې د افغانستان د ملی امنیت د شورا د مطبوعاتی برخې د مشر نجیب منلی د وېنا له مخې درې قسمه خلق په دغه هېواد کښې داعش تشکیلوی. وړومبے ډول خلق چې اکثریت هم دی پاکستانی طالبان او ازبک تباره، تاجېک تباره، چیچنیان او د القاعدې اېغوریان دی چې په شمالی وزیرستان کښې وو او د پاکستانی فوځ د عملیاتو له کبله افغانستان ته لاړل او د داعش افراطی انګېزې او مالی جاذبې ته په پام سره دغې دلې ته جذب شول. لکه د پاکستان د طالب ډلې یو مشر حافظ سعید د داعش د مرکزی سرغنه ابوبکر بغدادی لخوا په خپل ګمان د خراسان صوبې سرغنه وټاکل شو.
دویم ډول د افغانستان ناراضه طالبان یا هغه طالبان چې زیات تندلاری او اورپکی دی او یا د مالی جاذبې په وجه له دغې ډلې سره یې بیعت کړے دے او دریم ډول هم غلۀ، ډاکوانه او قاچاقچیان دی.
البته د طالب ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد په دې باره زمونږ له رېډیو سره په تماس کښې ویلی وو چې لوے لوے غلۀ او ډاکوان د داعش په نامه فعالیت کوی خو په عېن حال کښې یې په اشارې سره اعتراف وکړ چې هغه افغانی طالبان چې جرمونه او جنایتونه یې کړی وو او ټاکلې شوې وه چې محاکمه شی د طالب ډلې له صفونو بیل شول او د داعش په نامه یې خپل فعالیتونه شروع کړل او په ابتداء کښې یې له طالب ډلې څخه زیاتې سیمې ونیوې او طالب وګړی به یې هم په ډېرې غمیزناکې توګه سزا کول او یا به یې وژل. البته طالب ډلې چې مخکې یې د داعش په مقابل کښې نرمی کوله او یا یې نه غوښتل چې داعش غټ وښئی اوس مجبور شول د دغې ترهه ګرې ډلګۍ په خلاف عملیات شروع کړی. لکه چې د طالب ډلې دغه ویاند په دې وروستیو کښې هم ادعا کړې وه چې د دغې ډلې ځواکونو په ننګرهار ولایت کښې د داعش په خلاف د پراخو عملیاتو تابیا کړې ده او پرون هم له دغه ولایت څخه یو لړ رپوټونه د دې بیانوونکی وو چې د بټی کوټ ولسوالۍ په نزدیو کښې د طالب او داعش ډلو ترمېنځ د نښتو له کبله د داعش ډلګۍ د دوو قوماندانانو اجمل او عبدالاحد په شمول د دغې ډلې اتلس تنه هلاک شول او له دې مخکې د حاجی ظاهر قدیر وسله وال کسان هم په ننګرهار ولایت کښې له داعش سره ښکیل شوی وو او له دواړو خواو یولس تنه ووژل شول او دواړو خواو د یو بل د کسانو سرونه پرې کړل. نو دا چې ځینې افغان واکمنان یا د حاجی ظاهر قدیر په شان نسبتاً قدرتمن کسان مجبوریږی چې خپل کسان د ترهه ګرو په مقابل کښې په وسلو سنبال کړی په همدې خاطر دی چې حکومت یا حکومتی ځواکونه څه خاص اقدام نه کوی.
باید وویل شی د روسیې حکومت هم څه موده مخکې ادعا کړې وه چې ځینې افغان حکومتی ادارې د داعش ډلګۍ په جوړولو کښې لاس لری او اوس روسیه د خپلې نوې دفاعی پالیسۍ له مخې دې نتیجې ته رسېدلې ده چې امریکه لکه څنګه چې د نېټو په ذریعې سره د ختیځې اروپا له لارې غواړی روسیه تر دباو لاندې راولی او محاصره یې کړی نو د مېنځنۍ اېشیا په هېوادونو کښې د جنوبی پولو له لارې هم غواړی د داعش په ذریعې سره روسیه محاصره کړی، نو لکه د افغانستان لپاره د روسیې د خاص استازی کابلوف د وېنا له مخې روسیې له داعش سره د مبارزې لپاره له طالب ډلې سره تماس ټینګ کړے دے چې زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د طالب ډلې د ویاند ذبیح ا... مجاهد نظر وغوښت چې په ځواب کښې یې وویل چې روسیې دغه تماس د افغانستان د قبضې د ختمولو لپاره دے او د سیمې نورو هېوادونو هم تماس ټینګ کړے دے.
په هرحال داسې ښکاری چې د ختیځ او لویدیځ ترمېنځ دویم سوړ جنګ شروع شوے دے او نوې جبهه بندۍ او قطب بندۍ د جوړېدو په حال کښې دی او د دغه جنګ یو خطرناک اړخ په اسلامی هېوادونو کښې د ډلبندۍ رامنځته کېدنه ده چې ځینې به په لویدیځه جبهه کښې او ځینې هم په ختیځه جبهه کښې راشی او د سوړ جنګ نتائج به دا ځل له تېر سوړ جنګه ډېر زیات خطرناک وی.
Add new comment