په یمن باندې د آل سعود د حملو د سر تاوانونو شمېر

 د یمن د روغتیا وزارت وویل چې په دغه هېواد باندې د سعودی تیری ګرو د تیری له شروع نه تر اوسه اته زره یمنیان وژل شوی او اتویشت زره نور زخمی شوی شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې د یمن د روغتیا وزارت تاکید وکړ چې درې میلین یمنیان د سعودی په مشرۍ د تېری ګرو د ائتلاف لخوا د بمباریو او محاصره په نتیجه کښې مهاجر شوی دی.
له یمن څخه د رارسېدلی یو بل خبر له مخې د یمن فوځی او ولسی ځواکونو د یمن د تعز ښار په ختیځ او لویدیځ کښې د فوځی سنګرونو په لور د پرمختګ لپاره د سعودی تالی څټو کوششونه شنډ کړل، په دغو عملیاتو کښې یو شمېر سعودی تالی څټی هلاک کړې شول.
له بلې خوا د سعودی تیری ګرو جنګی الوتکو د تعز صوبې په مختلفو سیمو کښې کورونه او عمومی او خصوصی تاسیسات بمباری کړل.
او همدارنګ د صعدې صوبې د مجز او سحار سیمو په ارتباطی شبکو یې هم دوه ځل بمبارۍ وکړې چې له امله یې د دغو ارتباطی شبکو له څلوېښتو زیاتې برخې ویجاړې شوې.

Add new comment