د ترهه ګرۍ په خلاف د عربو هېوادونو ائتلاف

 د ترهه ګرې په خلاف د عربی هېوادونو د ائتلاف ترعنوان لاندې د مقالې چې د پاکستان د مشهور لیکوال عرفان حسېن په قلم د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کښې خپره شوې ده په یوه برخه ستاسو خدمت کښې وړاندې کوو:
له داعش سره زما همفکری ناممکنه ده خو د دغه وینې بیوونکې او قاتلې ډلې په دې رښتینولۍاعتراف نه کول هم ظلم دے چې کله یې د ځان په خلاف د اسلامی هېوادو نو ائتلاف د احمقانو ډله وبلله.
کله چې د سعودی عربستان د دفاع وزیر محمد بن سلمان د دغه ائتلاف تشکیل اعلان کړ او هغه هېوادونه چې د دغه ائتلاف د غړیو په توګه اعلان شول نو هغو اکثرو هېوادونو د حېرانتیا څرګندونه وکړه او نورې دنیا هم په دغې موضوع باندې خنداګانې وکړې او داعش هم له دغه ائتلاف څخه د هیڅ خطر احساس ونکړ بلکې وروپورې ټوقې مسخرې وکړې.
له دې امله دا ډول ائتلافونه ته به وائې یو دفتری کار دے چې په دفترونو کښې ورته شکل ورکړے کیږی. که د دغه ائتلاف غړیو ته وکتې شی نو د یوګېنډه ، بنین او توګو په شان هېوادو نو نومونه لیدل کیږی چې دا هغه هېوادونه دی چې اکثریت یې مسلمانان نه دی او کېمرون ، مالدیب، او څو نور هېوادونه چې اصلاً څه قوت نه لری.
انډونېشیا چې د نفوسو له نظره د دنیا تر ټولو ستر هېواد دے په واضحه توګه یې په دغه ائتلاف کښې خپل غړیتوب رد کړے دے. همدارنګ ایران، عراق، سوریه او عمان هم د دغه ائتلاف غړی نه دی. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلی وو چې د رسنیو له لارې یې دغه خبر اورېدلے دے او جهادیان (تندلاری) هم ضرورت نشته چې له دغه ائتلافه د څه خطر احساس وکړی.
د وېلوده چې دغه ائتلاف د دې لپاره دے چې وجنګیږی په داسې حال کښې چې د دغه ائتلاف مشر یعنې سعودی د نویو جنګونو هیڅ تجربه نه لری. هغه د ځان د دفاع لپاره بهرنۍ مرستې ته ضرورت لری، د ډېر کمزوری او فقیرهېواد په بېچار او او بې وزلو خلقو بمبارۍ کوی او دغه بمبارۍ هم په نویو جنګی الوتکو سره ترسره کیږی.زمکنی ځواکونه یې یمن ته نه دی داخل کړی نو اوس معلومه نه ده چې دغه هېواد ولې او له جدی مشورې نه بغېر دغه ائتلاف طراحی کړے دے؟
د سعودی عربستان لخوا د دغه ائتلاف اعلان ښودنه کوی چې د سعودی دا اقدام بې له څه فکر او څېړنې ترسره شوے دے. له بلې خوا دا هم یو حقیقت دے چې له هغه افراطیت او تندلاریتوب سره چې په خلاف یې دغه ائتلاف جوړیږی خپله په هغو هېوادونو کښې چې د دغه ائتلاف غړی دی څه مقابله نه کیږی. هغه ترهه ګرې ډلې چې په دغو هېوادونو کښې موجودې دی له انټرنېټ څخه په موثرې استفادې سره په لویدیځو هېوادونو کښې زلمیان د تندلاریتوب او تشدد لوری ته جذبوی او د دغو وېبسائیټونو په خلاف هم څه اقدام نه کیږی او لویدیځ هېوادونه اکثر په دې موضوع باندې غلی پاتې دی او شاید نۀ غواړی چې د خپلو وسلو ستر مشتریان خفه کړی او دغه عرب هېوادونه د لویدیځ د وسلو ډېر ښه مشتریان دی. له یوې مودې وروسته چې دغه وسلې زنګینیږی نو په هغه صورت کښې پکار دی نوې وسلې و اخېستلې شی او په دې طریقې سره د لویدیځ د وسلو کارخانې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی او د واشنګټن د چوپتیا علت هم دا دے.
تر ټولو مهم ټکے دا دے چې لویدیځ دا اندېښنه لری چې یو عربی پسرلے د دغو عربو واکمنانو د څنګته کېدو سبب نه شی ځکه چې د نړۍ له قوتونو او قدرتونو سره د عربو هېوادونو وابستګی چې خاندانی واکمنی یې له یو نسله بل نسل ته منتقلیږی له هیچا نه پټه نه ده. د عربو دغه سرمایه دار واکمنان د لویدیځی نړۍ په ملاتړ سره خپل خلق تر دباو لاندې ساتی او ځپی یې، خو لویدیځ د دغې مسئلې په اړه هیڅ پرېشانی او اندېښنه نه لری ځکه چې که په دغو هېوادونو په تېره بیا په سعودی کښې د اقتدار خلاء رامنځته شی نو په هغه صورت کښې به سیمه له بې استحکامۍ سره مخامخه شی. نو په دې بنیاد د څلور دېرش اسلامی هېوادونو د ائتلاف په جوړولو سره خلق نه شی غولولې.
هغه ځواکونه چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نامه د سمندر له هغې غاړې څخه راغلی دی هیڅ وخت به دغه سیمه پرېږندی. هغه غونډې چې به جوړیږی پکې به د ترهه ګرۍ په خلاف تندې او تېزې څرګندونې کیږی خو په داعش باندې به هیڅ اثر ونکړی.
له پاکستانه هم کسان او حتی ښځې له داعش سره د ملګرتیا لپاره سوریې ته ځی. له بلې خوا د پاکستان حکومت چې مخکې یې په پاکستان کښې د داعش له موجودګۍ څخه انکار کوۀ اوس وائی چې په پاکستان کښې د داعش موجودیت جدی دے. نو بس دا هغه ائتلاف دے چې ټاکلې شوې ده له داعش سره مبارزه وکړی.

Add new comment