د افغانستان د دولت د اجرایی رئیس په کتنه کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود څرګندونی
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، پرون سهار، د افغانستان د دولت د اجرایی رئیس، عبدالله عبدالله، په کتنه کی، په افغانستان کی د قومونو د اتحاد مسئله، د دی هیواد د مشکلاتو د هوارۍ ډیره مهمه لاره وبلله، او د ایران او افغانستان د همکارۍ زیاتو ظرفیتونو او سوابقو ته په اشارې سره یی، څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت، د افغانستان امنیت؛ آرامتیا او پرمختګ، د ځان امنیت او پرمختګ ګنی.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای؛ همداراز د ملی وحدت د دولت د نووښت په ستاینې، او د افغانستان د مشکلاتو د حلیدو په هکله د هیلې په کولو سره؛ زیاته کړه : ان شاءالله د ملی وحدت دولت؛ حقیقې او واقعې بڼه غوره کړی؛ ځکه چی د افغانستان د مشکلاتو د هوارۍ لاره، د قومونو او مسئولانو ترمنځ، د رښتنی وحدت رامنځته کیدا ده.
بیله شکه؛ وحدت د امنیت د ساتنې لپاره ډیر مهم عنصر او لامل دئ؛ او امنیت هم، د پراختیا او پرمختګ ضروری سریزه ده.
افغانستان؛ په واقعیت کی د اوږدو کلونو په ترځ کی؛ د دغو دؤو اساسی عناصرو څخه بی برخئ ؤ، او دغه محرومیت؛ له دؤو جریانونو څخه سرچینه اخلی. لمړئ جریان؛ د یاد مهم عنصر به تقویه کولو کی، د افغانستان د سیاسی او جهادی مشرانو د رول کموالئ دئ. د اسلامی انقلاب معظم لارښود، پر همدی تاریخی واقعیت باندی په ټینګار سره، په تیرو کلونو کی؛ د افغانستان د مجاهدینو د ګوښې کولو په سیاست باندی په نیوکې سره، وویل: د جنګ سالارانو په شان نومونو سره؛ د مجاهدینو څنګته کول، یو غلط سیاست دئ، او پداسی یو هیواد کی چی، د پوځی تیری، او پراخې فتنې سره مخامخ دئ؛ پخپله خلګ باید، د مجاهدت په روحیې سره، له خپل هیواد څخه د دفاع لپاره چمتو وی.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، له ځانه څخه د دفاع د قدرت څخه محروم والئ، د پردیو د دخالت او داخلیدو زمینه جوړونکئ وباله، او زیاته یی کړه: و مولیدل چی امریکائیانو په افغانستان کی څومره انسانان ووژل، او زیات زیانونه یی واړول؛ او تر اوسه لا هم، لاس نه اخلی.
لیکن د افغانستان په بدلونونو باندی دویم اغیز شیندونکئ جریان، په افغانستان کی د پردیو استعمار ډوله رول دئ. افغانستان داسی یو هیواد دئ چی ډول ډول قومیتونه لری، او دغه خصوصیت کولای شی د وحدت په ساتنې سره؛ د افغانستان لپاره په نرم قدرت باندی بدل شی. د بریتانیی؛ شوروی، او په وروستیو کلونو کی د امریکا د نیواکګریو او تیریو په وړاندی، د افغانستان د خلګو د مقاومت روحیه؛ چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود ورته اشاره وکړه؛ د دغه تاریخی واقعیت عینی مثال او بیلګه ده؛ چی د افغانستان د خلګو د مقاومت او دیندارۍ په روحیه کی یی ځلا موندلې ده، او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له قوله، له ډیرې سابقې څخه او په تاریخ کی مشهوره ده؛ چی هیڅ نیواکګر ندی کړای شوی په افغانستان کی دوام ومومی.
خو؛ هماغه ډول چی د ښکیلاکی قدرتونو روده او سیاست دئ؛ هغوی هڅه کوی د قومی تکثر او ډول ډول والی څخه؛ په سیمه کی د نفوذ او رخنی د یو فرصت په توګه استفاده وکړی، چی نتیجه یی بی حاصلی مناقشې او لانجې، او د افغانستان په شمول د سیمی د هیوادونو د توان او ظرفیتونو ضایع کیدل دی.
له دی کبله؛ د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ د افغانستان د دولت د اجرائی رئیس په کتنه کی؛ د خپلو څرګندونو په یوه برخه کی، د افغانستان د شیعیانو او سنیانو، او مختلفو قومونو د ګډ سوله ایز ژوند سابقې ته په اشارې سره، د دغه تاریخی واقعیت یادونه وکړه او ویی ویل: موږ له پخوا مودې څخه د افغانستان خلګ د صبرناک؛ قانع؛ زیارکښ؛ دینداره؛ او د ادبې او شعر له ذوق څخه د برخمنو خلګو په توګه پیژنو؛ خو د قومونو اختلافات، او د دوه ګونو معیارونو زمینې؛ هرملت کمزوئ کوی.
دوی؛ د افغانستان له ملت څخه د ایران د ملاتړونو، منجمله د شوروی له نیواکګرۍ سره د ایران د اسلامی جمهوریت د بی ساری مخالفت کولو، او له افغانستانی مجاهدینو څخه د ملاتړ کولو په را یادولو سره؛ زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت په اوس حال کی؛ د افغانستان ترڅنګ دریدلئ، او د هغه د نږدی دری میلیون تنو اتباعو کوربه دئ.
بیله شکه؛ ایران او افغانستان، د کلتوری؛ ژبنیو او دینی مشترکاتو په لرلو سره، د همکارۍ د کولو لپاره د لازمو زمینو څخه برخمن دی، او پدې زمینه کی مهم ګامونه؛ د همکارۍ لپاره د ارادې لرل دی، چی پدغو لیدنو کتنو؛ تلو راتلو؛ او موافقو سره، د هغه زمینی برابری شوی دی.
له دې زاویې څخه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود څرګندونی، د افغانستان لپاره لاښه راتلونکی د کتنې په هکله دی، له همدې رویه دوی؛ په ایران کی د ۱۶ زرو افغانستانی محصلینو او فارغ التحصیل د شتون لپاره؛ له رامنځته شویو فرصتونو څخه، د افغانستان لپاره د ارزښتمن موقعیت په توګه یادونه وکړه، او ډاګینه یی کړه: د افغانستان دولت باید د یولړ تشویقونکو په وسیله؛ دغه محصلین خپل هیواد د ستنیدو او خدمت کولو په منظور تشویق کړی.
پداشان یو سیاست او رودې سره ایران او افغانستان کولای شی، په علمی؛ فنی؛ او اقتصادی برخو کی د ایران په ګنو ظرفیتونو او امکاناتو باندی په تکیې، او همداراز په افغانستان کی بډایو طبیعی او انسانی ظرفیتونو او سرچینو ته په پام سره، د همکاریو کچه؛ د هر دواړو لورو په ګټه زیاته کړی، او په عین حال کی هماغه ډول چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود څرګنده کړه؛ باید په صمیمیت او همکارۍ سره، د پوله ایزو اوبو په شان؛ ځینی اختلافات هم حل شی .
Add new comment