د امریکا په غږملتیا سره له تورا بوړا د بن لادن تښتیدا
د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې میرمن هیلری کلنټن په یوه بریښنا لیک کې افشا کړی ده چی په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د افغانستان د ختیځ په تورا بوړا عملیاتو کې اسامه بن لادن د القاعدې له دریو نورو مشرانو سره یو ځای په دې خاطر له تورا بوړې په تښتیدو کې بریالې شو چی د هغه وخت دفاع وزیر دونالډ رامسفلډ او په سیمه کې د امریکا د پوځ مرکزی قوماندان جنرال ټومی فرینک د هغه پرضد له عملیاتو سره مخالفت کړی وو
. میرمن کلنټن د امریکا د سنا د خارجه چارو د کمیټۍ د هغه راپور په اړه چی د تورا بوړا د عملیاتو په هکله وو ، یو بریښنا لیک لیکلی چی امریکایی قوماندانان د بن لادن له پټنځای خبر وو او هغه یې نیولې یا وژلې شو ، خو ډونالډ رامسفلډ او جنرال فرینک اسامه بن لادن پرضد له عملیاتو سره مخالف وو . د میرمن کلنټن په وینا په هغه وخت کې نه یوازې اسامه بن لادن بلکه د هغه مرستیال ایمن الظواهری او د طالبانو مشر ملاعمر هم هلته موجود وو او امریکا په تورا بوړا کې د اسامه بن لادن او نورو جنګیالیو خبرې هم ضبط (ټیپ ) کړی وی .
د میرمن کلنټن په بریښنا لیک کې همداراز راغلی دی چی د وخت د ولسمشر د مرستیال ډیک چینی او دفاع وزیر رامسفلډ په غوښتنه د طالبانو مهم مشران په کندوز ولایت کې په الوتکو یا هیلی کاپټرو سره ژغورل شوی وو او دا کار د پاکستان د هغه وخت د ولسمشر پویز مشرف په غوښتنه شوی وو .
د یادولو ده چی د ۱۳۸۰ لمریز کال د اتمې میاشتې په ۲۵ نیټه یوې خبرې سرچینې د تهران پښتو رادیو ته په ټیلی فو نی تماس کې ویلی وو چی اسامه بن لادن له تورې بوړې دپاکستان قبایلی سیمې ته تښتیدلی دی او رامسفلډ له خپلو پخوانیو خبرو سره په بشپړه تناقض کې د تهران د پښتو رادیو خبر رد کړ او ویې ویل چی په پیاوړی احتمال اسامه بن لادن هماغه راز په افغانستان کې دی ، په داسې حال کې چی ډونالډ رامسفلډ د پښتو رادیو په وسیله پاکستان ته د بن لادن د تښتیدا د خبر له جوتولو څه موده مخکې په ډاګه ویلی وو چی بن لادن په زیات احتمال ایران یا پاکستان ته تښتیدلی او دا یې هم ویلی وو چی ممکنه ده په هیلی کاپټر سره له هغو درو چی امریکایی عسکر ورته لاسرسی نلری د افغانستان په ګاونډ کې یوه هیواد ته تښتیدلی وی . د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر له نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ سره په مرکه کی ویلی وو په تیرو اونیو کې څو هیلی کاپټرې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې الوتلی وی چی امریکا ونه پلټل شوې او د بن لادن د پټنځای په اړه یې په ښکاره ویلی وو چی لیری ښکاری بن لادن تراوسه په افغانستان کې وی . رامسفلډ په دغه مرکه کې همداراز په هیلی کاپټرو کې د القاعدې او طالب مشرانو د تښتیدا خبر ممکن بللې او ویلی یې وو چی لادن او د هغه پلویان له افغانستانه وروسته ممکنه ده هغو هیوادونو ته چی ترهه ګرو ته پناه ورکوی ، تښتیدلی وی . خو کله چی تهران راډیو وتوانیده پاکستان ته د لادن تښتیدا ثابته کړی نو د امریکا دفاع وزیر ولیدل نقشه یې خرابه او دسیسه یې شنډه شوه د تهران د پښتو رادیو خبر یې رد کړ او ویې ویل چی اسامه بن لادن پاکستان ته ندی تښتیدلی بلکې هماغه راز په افغانستان کې دی . هغه همداراز هدف درلود داسې القا کړی چی کوندی لادن ایران ته تښتیدلی دی . د یادولو ده چی د پاکستان دولت هم هغه وخت د تهران راډیو خبر په کلکه رد کړ ی وو ، په داسې حال کې کابو د لسو کلونو په تیریدا سره بن لادن د ۲۰۱۱ میلادی کال د می په دوهمه په ایبټ اباد ښار کې د پاکستان د پوځ له سترې او مهمې ستراټیجیکی اکیډمۍ سره نږدې د امریکایانو لخوا هلاک شو .
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د پیپلز ګوند عومی منشی بسم ا... خان کاکړ چی له تهران رادیو سره یې خبرې کولې وویل هغه وخت امریکا نه غوښتل چی بن لادن ونیول یا ووژل شی ځکه چی دې ته یې اړتیا نه درلوده او باید نور سپیره هدفونه یې تعقیب کړی وای او کله یې چی د مصرف نیټه ختمه شوی وای نو بیا یې باید له مینځه وړې وای .
باید وویل اوس د القاعدې د مصرف نیټه هم په ختمیدو دې او پړاو د ابوبکر بغدادی او داعش دی ، خو پوښتنه دا ده چی ایا له ابوبکر بغدادی سره به هم د بن لادن په شان چلند وشی ؟
Add new comment