د شېخ باقر النمر اعدامول د آل سعود په تندی د شرم یو نه ورانېدونکے داغ دے

د ایران په مقدس ښار قم کښې جامعه المصطفی العالمیه د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل، د شېخ باقر النمر اعدامول د آل سعود په تندی د شرم یو نه ورانېدونکے داغ وبلۀ
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د قم د جامعه المصطفی العالمیه په بیانیه کښې د آل سعود لخوا د دغه ستر دینی عالم د اعدامولو په غندلو سره راغلی دی د دغه عربستانی ستر دینی او انقلابی شیعه عالم په اعدامولو کښې د آل سعود ظالمانه اقدام یقیناً د اسلام د رښتینو عالمانو او د خداے د مبین دین اسلام د محافظانو د ختمولو لپاره او په یمن، سوریې، لبنان او عراق کښې د مسلمانانو د پرله پسې کامیابیو د انتقام په چوکاټ کښې د نړیوال استکبار په حکم ترسره شوے دے او دا به د آل سعود رژیم په ټنډې باندې د شرم یو نه پاکېدونکے داغ وی.
د نړیوالې جامعې د نړۍ له ټولو مسلمانانو په تېره بیا له دینی علمانو او بوهانو وغوښتل چې د دغه وحشیانه او خطرناک اقدام په وړاندې غلی کښې ننی او د آل سعوپه دغه جنایکارانه اقدام باندې احتجاجونه او اعتراضونه د نړیوالو غوږو ته ورسوی.

Add new comment