د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له نظره د شېخ النمر شهادت د سعودی دولت سېاسی خطا

د عربستان د شیعیانو د مشر شېخ النمر په اعدامولو کښې د ال سعودرژیم جناېت ته په سیمې او نړۍ کښې پراخ غبرګونونه ښودل شوی دی.د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا بې له شکه د دغه مظلوم شهید په ناحقه بهول شوی وینه به ډیر ژر اغیز وکړی او د الهی انتقام لاس به د سعودی سیاستوالانو ګریوان ونیسی.
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له نظره د شېخ النمر شهادت
د سعودی دولت سېاسی خطا
د عربستان د شیعیانو د مشر شېخ النمر په اعدامولو کښې د ال سعودرژیم جناېت ته په سیمې او نړۍ کښې پراخ غبرګونونه ښودل شوی دی.د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار د فقې د درسِ خارج په غونډه کښې د شیخ نمر شهادت او د ناحقه وینې تویول د سعودی حکومت سیاسی تیروتنه وبلله او د بشری حقوقو؛ډیموکراسی او آزادی د ادعاکونکو په چوپتیا او له هغه سعودی رژیمه یې په ملاتړ چې د بېګناه وینه یوازې د اعتراض او انتقاد په خاطر پر مځکه تویوی؛ په سختې نیوکې سره ټینګار وکاوه:اسلامی نړۍ او درسته دنیا باید د دغې قضیې په هکله خپل مسُولیت احساس کړی.حضرت آیت الله العظمی خامنه ای روښانه کړه:دغه مظلوم عالم نه خو خلک وسله وال خوځښت ته هڅول او نه یې په پټه کومه دسیسه جوړوله بلکې یوازېنې کار یې د خپل دینی غیرت او جذبې زیږنده په څرګنده انتقاد او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ؤ.د مشرتابه ستر مقام په ګوته کړه:هغه کسان چې په ریښتیا د بشریت له برخلیک د عدالت او بشری حقوقوله برخلیک سره علاقمن دی باید دغه قضیې تعقیب کړی او ددغه وضعیت په باب باید بې پروا ونه اوسی.
دغه جنایت په یوه نظر؛ په سیمې کښې دعربستان د نفوذ د ټینګولو د پروژې دوام او د ځپونکی او تورې سیاست په کارولو سره له سیمه ایزو او کورنیو مخالفانو او انتقادکونکو تیریدا ګڼل کیدای شی.عربستان د ملک عبدالله په مړینې او ملک سلمان په ځای ناستی پسې د سیاسی بدلونونو او په عین حال کښې د باچاهی کورنۍ دننه د قدرت جنګ په حال کښې دی.
۲-دډیموکراټیکې واکمنی په نشتوالی؛ د ښاریزو د حقوقو په ښکاره چخڼی کیدا او توپیرونو له مخ پر زیاتیدا اعتراضونو او مدنی غوښتنو ویرې د عربستان واکمنان ځپونکی سیاست او د تش په نامه وسپنیز سوک په ناوړه توګه کارولو ته کاږلی دی.خو د عربستان حالات تر دې ډیر بد دی چې په ترهګرۍ او امنیتی نامو د مخالفانو او انتقادانو د سر په غوڅولو او فیزیکی حذفولو او یا په عربستان کښې په لاسوهنې د نورو هیوادونو په تورنولو سره کنټرول کړای شی. واقعیت دا دی چې عربستان همداسې سیاست په بحرین او یمن کښې هم اجرا کړی دی په داسې حال کښې چې په اوسنیو شرایطو کښې د عربستان دغه اقدامات له سترو محاسباتی تیروتنو سره مله دی.لومړی دا چې په بحرین او یمن کښې د خپلو پوځی لاسوهنو او خلکو د وژلو په وجه د نړۍ په کچه پر عربستان سختې نیوکې کیږی او باید خپلو جنایتونو ته ځواب ووائی.دوهم دا چې عربستان د وهابی او سلفی توب تفکراتو په دودولواو د داعش په جوړولو کښې اصلی رول لوبولای دی او د خپل دغه رول انکار هم نه شی کولای.
دعربستان بله محاسباتی غلطۍ د خپلو مخالفانو او منتقدانو کوچنی شمیرل دی او دا ګومان کوی ګوندې په ځپونکی سیاست سره د هغوئ غږ غلی کولای شی.د عربستان سیاسی جوړښت ته یوازې په داسې بڼه کښې ثبات او پایښت ستنیږی چې سعودی واکمنان واقع بینانه عمل وکړی اود ستونزو ریښه په خپل کړچار کښې ووینی نه په کوم بل ځای کښې.
۳-عربستان په حقیقت کښې یوه خطرناکه لوبه پیل کړی ده چې په دې لوبه کښې یې د لویدیځ په ملاتړونو اوځبلو تیلی پیسو تکیه وهلی ده خو تجربې ښودلی چې دغه تکیه ځای کمزوری او ماتیدونکی دی او عربستان په خپلو دغو کړنو سره یوازې د ځان لپاره ډګر لا تنګوی.
په فرقه ایزو او قومی تفکراتو سره د مذهبی تاؤتریخوالو اور غړغړانده کول خامخا خطرناکې پایلې لری چې عربستان یې په خپله هم ښکیل کړی دی.نو ځکه د ریاض واکمنان باید دخپلو سیاسی تیروتنو او حرمت ماتولو له پایلو سره د مخامخیدا لپاره ځانونه چمتو کړی.
لکه څنګه چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود جوته کړه:بې له شکه د دغه مظلوم شهید په ناحقه بهول شوی وینه به ډیر ژر اغیز وکړی او د الهی انتقام لاس به د سعودی سیاستوالانو ګریوان ونیسی.

Add new comment