د پاکستان سنی مفتی د شېخ باقر النمر اعدام د سعودی حکومتی ترهه ګری وبلله

مفتی ګلزار نعیمی د مشهور عربستانی شیعه دینی عالم شېخ باقر النمر په اعدامولو کښې د آل سعود رژیم اقدام سخت وغنده
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان یو ستر سنی دینی عالم او د جماعت اهل حرم نومې مشهور مذهبی تنظیم مشر مفتی ګلزار نعیمی د مشهور عربستانی شیعه دینی عالم شېخ باقر النمر په اعدامولو کښې د آل سعود رژیم د اقدام په غندلو سره وویل، د آل سعود ډېکټاټور واکمنان له دې امله چې په هېواد کښې یې مخالف غږونه د خپل باچائی حکومت د ستنو لپاره یو ګواښ ګڼی خپل استبدادی حکومت ته د دوام ورکولو په هدف سره د مخالفانو په ځپلو او د مخالفو ګوندونو د مشرانو په اعدامولو لاس پورې کوی.

Add new comment