د عفوې نړیوالې ادارې د شیخ باقر النمر اعدام غېر عادلانه وبله

د منځنی ختیځ په سیمه کښی د نړیوالې عفوې ادارې مدیر وویل سعودی عربستان د شیخ باقرالنمر په شمول؛ د ۴۷ کسانو په اعدامولو سره؛ په سیاسی غج اخیستنو لاس پوړی کړے دے.
د منځنی ختیځ په سیمه کښی د نړیوالې عفوې ادارې مدیر، اعلان وکړ چی سعودی عربستان پرون د دغه لوړ رتبه دینی عالم،شیخ باقرالنمر په شمول؛ د ۴۷ کسانو په اعدامولو سره؛ په سیاسی غج اخیستنو لاس پوړی کړے دے.
د فرانسې خبری آژانس د رپوټ له مخې؛ په منځنی ختیځ کښی د عفوې د نړیوالې ادارې مدیر؛ فلیپ لوتر، وویل: سعودی چارواکی وائی چی؛ د امنیت د ساتنې لپاره یی په دغو اعدامونو لاس پور کړے دے؛ خو د شیخ نمر باقر النمر اعدام، دا خبره القا کوی چی؛ هغوی له تره ګرۍ سره د مبارزې تر پردې لاندې، له دغو اعدامونو څخه د سیاسی غچ اخیستنو لپاره ګټه اخلی.

Add new comment