جابری انصاری: عربستان د شیخ نمر د اعدام سخته بیه پرې کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی چې د عربستان دولت به د خپلو کورنیو نیوکه کوونکو د اعدام او ځپلو د سیاست له امله سخته بیه پرې کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی چې د عربستان دولت به د خپلو کورنیو نیوکه کوونکو د اعدام او ځپلو د سیاست له امله سخته بیه پرې کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صادق حسین جابری انصاری،د سعودی د مشهور روحانی، آیت الله شیخ نمر باقر النمر اعدام سخت محکوم کړی او ویلی یې دی، په داسې حال کې چې سخت دریځه او تکفیری ترهګر، د سیمې او دنړۍ د ملتونو امنیت او هوساینه ترې اخیستې او د سیمې د ځینې دولتونو موجودیت ګواښی، د شیخ النمر په شان شخص اعدام چې د خپلو دینی او سیاسی موخو د تعقیبولو لپاره یې د خبرو له اوزار پرته بل شی نه درلودل، یوازې د بې تدبیرۍ او بې مسوولیتۍ ژور والی په ډاګه کوی.
جابر انصاری ټینګار وکړ چې د عربستان دولت په داسې حال کې چې له ترهګرو او سخت درسیځو تکفیری بهیرونو څخه ملاتړ کوی، د کورنیو نیوکه کوونکو سره د اعدام او ځپنې په ژبه خبرې کوی او روښانه ده چې ددې غیر مسوولانه او ناکام سیاست نتیجه د هغو عاملینو ته متوجه ده او د عربستان دولت به ددې سیاستونو له امله سخته بیه پرې کړی.

Add new comment