عربستان دستردینی عالم شیخ نمر په پانسی کولو سره دځان لپاره ګرداؤ جوړکړی دی

د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی وویل،د عربستان د مبارز روحانی شیخ نمر باقر النمر د پانسی کیدا ناببره خبر به دسیمې امنیتی مشکلات زیات کړی ، ددې په ترڅ کې چې سعودی رژیم په آسانۍ سره له هغه ګرداوه چې ددغه لوی او مبارز روحانی په پانسی کولو سره ئې دځان لپاره کیندلی دی ، نشی تیریدلی .
عربستان دستردینی عالم شیخ نمر په پانسی کولو سره دځان لپاره ګرداؤ جوړکړی دی
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن د ایران په جنوب کې دبوشهر ولایت د اداری شورا په غونډې کې پخپلې وینا کې وویل،دعربستان دمبارز روحانی شیخ نمر باقر النمر دپانسی کیدا ناببره خبر به دسیمې امنیتی مشکلات زیات کړی ، ددې په ترڅ کې چې سعودی رژیم په آسانۍ سره له هغه ګرداوه چې ددغه لوی او مبارز روحانی په پانسی کولو سره ئې دځان لپاره کیندلی دی ، نشی تیریدلی .
دایران داسلامی شورا مشر وویل له بده مرغه په سیمې کې امینتی شرائط سره ګډ وډ دی او ځینی دسترو هیوادونو دشخړه جوړونکو چلندونو اوځینی نور هم دسیمې د هیوادونو دنالایقتوب په خاطر رامینځةشوی او په سیمې کې ئې امنیت او آرامښت له مینځه وړی دی
دآل سعود رژیم جنایتونو په دوام کې دستر روحانی او مبارز دینی عالم شیخ نمر باقر النمر پانسی کیدا هماغه شان سیمه ایز اونړیوال غبرګونونه په ځان پسې لری . داپه داسې حال کې د ی چې د ایران دپیرانشهر داهل سنتو دجمعې لمانځه امام ماموستا مصطفی محمودی ، دزاهدان داهل سنت دجمعې امام مولوی عبدالمجید اسماعیل زهی او یوشمیر نورو اهل سنتو دینی عالمانو دآل سعود رژیم په لاس دعربستان د دغه مبارز روحانی په پانسۍ دخواشینۍ په ښودلو سره ویلی دی دعربستان رژیم یو وهابی رژیم دی او وهابیّت یوازې داسلام ضد عمل کوی او په انسان وژنی لاس پورې کوی او هغه کارونه چې ترسره کوی ئې دعقل ،شرعې اونړیوالو قوانینو په خلاف دی .دوی ویلی دی ، بې شکه دشیخ نمر پانسی کیدل دعربستان له رژیمه دنړیوالو کرکه اونفرت نوره هم زیاتوی او دغه رژیم به لامنزوی کړی .
همداراز دیمن انصار ا.. غورځنګ دیوې اعلامیې په صادرولو سره ویلی دی آل سعود کورنۍ به د نننی جنایت تاوان پرې کړی . دعراق داهل حق غورځنګ هم په یوې اعلامیې کې دشیخ نمر پانسی کیدا غندلې او د آل سعود رژیم دغه فیصله ئې ستر جنایت او له نړیوالو قوانینو سره توپیر بللی دی او نړیوالو ته ددغه ستر جنایت پیغام هم بشری حقوقو او دبیان آزادۍ ته دآل سعود رژیم بې پامی او خپل سریتوب دی . دسورئې عمومی مفتی شیخ بدرالدین حسون هم دشیخ نمر باقر النمر پانسی کیدا سخته محکومه کړې او دا ئې پخپل لاس ئې ځان ته دآل سعود رژیم د کوهی کیندل وبلل .
وروستی راپورونه ښئ چې دعربستان په ختیځو ولایتونو کې دشخ نمر دشهات په مناسبت سترې مظاهرې هماغه راز دوام لری او داهم ویل شوی چې ممکنه ده په دغه جنایت سره دغه مظاهرې او اعتراضونه په عربستان کې عمومی بڼه غوره کړی .

Add new comment