اسلامی نړۍ بایدپه درستې دنیا کې دپیغمبراکرم په شان نوی روحیه او نوی فضاپرانیزی

دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي نن  داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دنیکمرغه میلاد په مناسبت   دایران د اسلامی جمهوری نظام دمسئولانو ،داسلامی وحدت په نړیوال کنفرانس کې دګډون کونکو میلمنواو په تهران کې  هستوګن  سفیرانو په ټول کې  ددې  خبرې په کولو سره چې نن سبا د  اسلامی  امت   دنده یوازې دا نه ده چې   د پيغمبر اکرم  په میلاد  جشنونه  جوړ کړي زیاته کړه ،  اسلامی نړۍ باید  دلوي پیغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص)  په شان  نوي روحیه اونوي فضا پرانیزي   او ماډرن او نوی  اسلامی تمدن  دې  خور کړي ،ځکه نن سبا  داسلامی نړۍ وار دی چې له پوهې او  نړیوالو آوزارونو  او همداراز  له عقل ،تدبر  اوبصیرت څخه په استفادې سره دې دنوي اسلامی تمند په لور دې حرکت وکړي .
 داسلامی انقلاب معظم لارښود روښآنه کړې دا دداسلامی نړۍ عالمانو اوروڼ اندو ته خطاب دی  چې لودیځ   دې خپله قبله  نه  جوړوي ،ځکه زه نور داسلامی نړۍ سیاستوالانو ته څه خاص  هیله نه لرم .نن سبا ددیني عالمانو او روڼ اندوخورامهمه دنده  په اوسنۍ له ظلم ،توپير او قساوت ډکې نړۍ کې دمعنویَت او داسلام دحقیقي روح دپوو کولو لپاره مجاهدانه  او نه ستړیکیدونکي هڅه ده .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای   پخپلې وینا کې ددنوي اسلامی تمدن دغوړیدا  دمخنیوي لپاره  دښةنانو یو آوزار ،دمسلمانانو ترمینځ  د درز اونفاق رامینځةکول وبلل  او روښانه ئې کړه ، له کله چې دامریکا سیاستوالانو په ادبیاتو کې دشیعه اوسني موضوع  مطرح شوې ،نو مشخصه شوې چې   دوي دمخکې په نسبت  په یوې لاخطرناکې  او نوي دسیسې پسې دي .
دوي همداراز زیاته کړه ، امریکایان په مسلمانانو کې داختلاف په رامینځةکولو پسې دي  او ددې یو مثال هم دداعش په څير دترهه ګرو ډلو او نورو فرقو  رامینځةکول دی چې په پیسو او له امریکا سره په اړوندوالي  او له هغوي په سیاسی ملاتړونو سره ئې  رامینځّةکړي  او  په اسلامی نړۍ کې ئې اوسنۍ بوږنونکي غمیزې رامینځةکړي دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دمسلمانانو ترمینځ  د داخلی جنګ رامینځةکول  او دسورئې ،یمن   او لیبیا په څير داسلامی هیوادونو  دبیخ بینائیو نابودول  داستکباری جبهې  اصلی موخه وبلله او  وې فرمائيل ،  باید ددغو دسیسو په وړاندې  چپتیا غوره  نه شي  او تسلیم نه شو بلکې باید په بصیرت او داستقامت په ساتلو سره  ددغو دسیسو په وړاندې ودریږو .
دوي  همداراز  دبحرین پرمسلمانانو دپرله پسې ددباؤنو  او همداراز پر یمن  ترکابو یوه کال پورې دشپه ورځو بمباریو او دغه راز دوسرئې او عراق دحالاتو   په وړاندې  داسلامی نړۍ په چپتیا په نیوکو سره دنیجریه  وروستیو پیښو ته اشاره وکړه او  زیاته ئې کړه ، ولې باید  دیوه مومن او دنزدیکونکي مصلح شیخ (شیخ ابراهیم الزکزاکی )په باب دغه ډول غمیزې رامینځة شي  او کابو زر کسان ووژل شي  او دهغه بچیان شهیدان شي او  اسلامی نړۍ چپتیا غوره کړي ؟
حضرت آیت ا...العظیم سید علی خامنه اي په دوام کې ټینګار کړی ،دامریکایانو لپاره شیعه اوسني  هیڅ فرق نه کوي  ، دوي له هرهغه مسلمان سره چې  وغواړي  داسلامی احکامو او قوانینو په اساس ژوند او داسلام لپاره مجاهدت وکړي ، مخالف دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود  په دوام کې ټينګار کړی ،  کله چې د زر او زور نړۍ  په ټول توان سره  داسلامی نړۍ لپاره په خطرناکو پلانونو پسې ده ،نو بیا پکار نه ده چې څو ک ویده شي  او پر واقعیتونو سترګې پټې کړي  او بې پرواشي .

Add new comment