په امریکا کښې د مسلمانانو په خلاف حملې سختې شوې دي

د امریکې په مختلفو ایالتونو کښې د مسلمانانو په خلاف بریدونه ډیر زیات شوي دی.
د العربي الجدید ویب سایټ د خبر له مخې په امریکا کښې د اعرابو او مسلمانانو په اسلامي مرکزونو او جوماتونو د دغه هیواد د تندلارو او توکم پالو ډیرې نوې حملې او تیري ثبت شوي دي.
د مسلمانانو او اعرابو په خلاف تیري هم د امریکې په مشهورو ښارونو او سیمو کښې ډیر زیات شوي دي.
په پاریس او د کیلیفورنیا ایالت په سن برناردینوي د بریدونو او همداشان د امریکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځینو کاندیدانو د اسلام ضده دریځنیونو په وجه په دغه هیواد کښې د مسلمانانو په خلاف بریدونه هم زیات شوي دي.

Add new comment