په افغانستان د پخوانی شوروی د فوځی یرغل کلیزه
نن د مرغومی یا جدی د میاشتې شپږمه نېټه ده چې د پخوانی شوروی لخوا د افغانستان د نیولو ورځ نومولې شوې ده. شپږ دېرش کاله مخکې په دیارلس سوه اتۀ پنځوسم کال کښې په دغه ورځ پخوانی شوروی په یولک دېرشو زرو عسکرو سره په افغانستان حمله وکړه.
پخوانی شوروی د دیارلس سوه اوۀ پنځوسم کال د غوئی د میاشتې د اومې له خونړۍ کودتا وروسته چې د سردار داوود د حکومت په خلاف وشوه او د خلق ګوند نورمحمد ترکۍ اقتدار ته رسېدلے ؤ په افغانستان کښې د خلق ګوند د حکومت ترټولو مهم ملاتړے ګڼ کېدۀ او د دیارلس سوه اتۀ پنځوسم کال د مرغومی د میاشتې په شپږمه نېټه یې د کمیونېسټی رژیم د ژغورلو لپاره په افغانستان فوځی یرغل وکړ او د حفیظ ا... امین د ځنکدن په حال کښې حکومت یې چې له هرې خوا د عوامی پاڅونونو په محاصره کښې ؤ او نور د اقتدار چلولو جوګه نۀ ؤ له منځه لرې کړ او د هغۀ په ځاے یې ببرک کارمل حکومت ته ورسوۀ.
په افغانستان باندې د پخوانی شوروی د یرغل په اړه خبرې او روایتونه زیات دی. دې ته په پام سره چې د افغانستان سیاسی حکومتونه تل په خونړیو جنګونو او کودتاګانو سره په اقتدار کښې راغلی دی نو په همدې وجه به نسکورېدل او دغه دود د افغانستان د تاریخ په اوږدو کښې موجود ؤ.
د دیارلس سوه اوۀ پنځوسم کال د غوئی د میاشتې له اومې وروسته د بدلونونو په اړه هم چې کمیونېسټی دوران په اقتدار کښې راغے زیاتې خبرې او روایتونه شته. ځینې د نظر خاوندان او شناندی په دې باوری دی چې پخوانی شوروی د امپراطورۍ د پراختیا اراده لرله او غوښتل یې چې په یو ګام سره افغانستان او په بل ګام سره پاکستان قبضه کړی چې ځان تاودو اوبو ته ورسوی. له بلې خوا یې غوښتل د هند په ملګرتیا سره له چین څخه چاپېره امنیتی بېلټ جوړ کړی چې د افغانانو چې د لویدیځ ملاتړ ورته حاصل ؤ د مقاومت په دلیل د شوروی دغه لیدلے خوب پوره نه شو. خو د جیمی کارټر د ولسمشرۍ په دوران کښې د امریکې د هغه وخت امنیتی سلاکار برژېنسکی په شمول ځینې نظر خاوندا ن اعتراف کوی چې دا امریکه وه چې پخوانے شوروی یې په افغانستان کښې د تاکتیکی مداخلت کولو لپاره په دغه هېواد باندې فوځی حملې ته وهڅوۀ چې د افغانستان د نیولو په اړه د افغانانو له سرښیدنو، قربانیو او حساسیت څخه په استفادې سره له شوروی څخه د وېتنام د ماتې بدله واخلی او هم سوړ جنګ په خپله ګټه تمام کړی. د کارپېژاندو د وېنا له مخې د افغان ولس ځینې مشران د اویایمې میلادی لسیزې په مېنځنیو وختونو کښې د شوروی لخوا د افغانستان له قبضې مخکې د ذوالفقار علی بوټو په وزیراعظمۍ د پاکستان د هغه وخت د حکومت لخوا دغه هېواد ته دعوت کړې شول او د هغوی په ذریعې سره یې په افغانستان کښې په مداخلت لاس پورې کړ چې امریکه هم له دې چارې خبره وه او بیا چې په افغانستان کښې د لویدیځ او امریکې په مرسته د شوروی په خلاف جهاد شروع شو نو د افغانستان د خلقو هغه مشران چې پاکستان ته دعوت کړې شوی وو په جهادی مشرانو بدل شول چې ګلبدین حکمتیار یې په سر کښې ؤ.
نن د افغانستان په خلاف د شوروی له فوځی یرغل څخه چې که په خپله خوښه ؤ او که د امریکې په هڅونې سره ؤ شپږدېرش کلونه تېر شول چې په نتیجه کښې یې پخوانی شوروی ماتې هم وخوړه خو افغان ولس د شوروی په خلاف د مجاهدینو د کامیابۍ خوند ونه څکۀ. په نوی یمه میلادی لسیزه کښې د مجاهدینو کورنی جنګونه د طالب او القاعدې ډلو د راڅرګندېدو سبب شول.
البته پکار دی وویل شی چې القاعده له هغو عربو څخه رامنځته شوه چې له شوروی سره د جنګ لپاره د سعودی، امریکې، برطانیې او پاکستان د استخباراتی ادارو په ذریعې سره افغانستان ته راوستې شوی وو چې له شوروی سره د جنګ په دوران کښې مجاهدین بلل کېدل او د شوروی له ماتې وروسته هغوی په ترهه ګرو بدل شول امریکې او لویدیځ د یویشتمې پېړۍ په شروع کښې له دغو ترهه ګرو سره چې د لویدیځ لاس پوسی وو د مبارزې په بهانه په افغانستان باندې فوځی یرغل وکړ او افغانستان دا ځل د یویشتمې پېړۍ په شروع کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه د لویدیځ استعمار په لاسو قبضه شو.
اوس چې له دغې مبارزې څخه څوارلس کلونه تېریږی په افغانستان کښې ترهه ګری نه یوازې له منځه لانۀ ړه بلکه لا زیاته شوه. هغه هدفونه چې د طالب او القاعدې ډلو لخوا تعقیبېدل تعقیب شول او له هغو وروسته د مسلمانانو ترمېنځ د مذهبی جنګونود رامنځته کولو په شان نور نسبتاً زیات خطرناک اهداف چې د طالب او القاعدې ډلو لخوا نه شول تعقیبېدې د تعقیبولو لپاره یې داعش ډلګۍ جوړه کړه. او د طالب او القاعدې ډلو له دننه څخه زیات افراطی کسان یې البته په وهابی تفکر سره داعش ونومول. او د افغانستان جنګ نن دشپږ دېرشو کلونو په تېرېدو سره له جغرافیائی او آئیډیالوجېکه نظره یولړ پراخه اړخونه پېدا کړی دی چې نتیجه یې نن په ډاګه ده چې ټوله اسلامی نړۍ په اور کښې سوزی چې سبب او بانی یې په وړومبۍ مرحله کښې لویدیځ استعمار او په دویمه مرحله کښې د اسلامی امت ځینې د کور کسان که هغه په حکومتی سطح کښې دی او که د ترهه ګرو ډلګیو په سطح کښې دی.
Add new comment