دعربو اتحادیې ادعاګانې ناسمې او د ملګرتیا له روحیې سره توپیر لری
د ایران د خارجه وزارت ویندوی صادق حسین جابر انصاری د ایران په باره کښې د عربو اتحادیې د مشرانو د وروستۍ غونډې په بیانیې کښې د مطرح شویو ادعاګانو په باره کښې پرون دې خبرې ټینګار سره چې ایران له اکثرو عربو هیوادونو سره وروګلویزې اړیکې لرلی دی وویل
خو له دې سره سره څو عرب هیوادونه چې دنړیوالې ټولنې او دسیمې دملتونو لخوا دترهګرو او د سرزورو ډلو دملاتړ داصلی تورنو په توګه له نیوکې سره مخ دی کوشش کوی په نورو دخپلو ګرمو دمسوولیت په اچولو او له ایران څخه دخلکو او د هیوادونو د ویرولو دسیاست په دوام سره دسیمې د حالاتو په خرابولو کښې له خپل رول څخه دخلکو پام منحرف کاندی .
هغه وویل دسیمې له حکومتونو هیله کیږی په داسې شرایطو کښې چې د فلسطین دملت انتفاضه روانه ده د سیمې داصلی مسایلو په تیره بیا د فلسطین موضوع او دغه راز له ترهګرۍ او سرزورۍ سره دمبارزې مسلې ته په پام کولو سره د سیمې دحکومتونو او ملتونو دګډو ګټو پراساس د فعالو سیمه ایزو اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا زمینې برابرې کړی .
جابر انصاری وویل دایران اسلامی جمهوریت دسیمې په بدلونونو کښې یو(۱) فعال ، مسوولیت منونکی او ثبات رامینځته کونکی لوبغاړی دی او دځینو هیوادونو له کینې ډکو او غیر دوستانه دریځونو سره سره به له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو سره د تعامل له لارې د کړکیچونو او تاوتریخوالو په کمولو کښې خپل رغنده رول ته دوام ورکړی .
Add new comment