په عراق کښې له داعش ترهګرو سره د حکومتی عسکرو سخت جنګونه روان دی .

د عراق په الانبار ولایت کښې فلوجه ښار ته نږدې له داعش ترهګرو سره د حکومتی پوځیانو په پرون ورځې سختو جنګونو کښې په سلګونو ټروریسټان وژل شوی او ژوبل شوی .
دعراق عسکرو فلوجه ښار له مختلفو چورلیزونو کلابند کړی دی .
دعراق عسکرو دالانبار ولایت د مرکز الرمادی ښار په جنوب کښې ترهګر عملیات هم شنډ کړی دی .
ترکیې دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې لخوا دعراق په شمال کښې دځینو سیمو په نیولو کښې زیاتې پوځی او مالی مرستې کړی وې او اوس یې هم دغه سیاست ته دوام ورکړی .
ترکیه له سعودی عربستان ، قطر، اردن ، بحرین ، متحده عربی اماراتو، امریکا، بریطانیه ، اسرائیلو ، فرانسې ،جرمنی او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په عراق ، سوریې ، لبنان، لیبیا ،قفقاز او نورو ډیرو هیوادونو کښې له ترهګرو سره زیاتی پوځی او مالی مرستې کوی .
ترکیه او سعودی عربستان له اسرائیلو سره هم ډیرې نږدې پوځی ، سیاسی او اقتصادی اړیکې لری .

Add new comment