حضرت علی وویل بهرنیان په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوی
د افغان رسندویو له راپور سره سم د ولسی جرګې غړی او د ختیځو ولایتونو د جهادی شورا مشر وایی، چې د داعش وسله والو پر ضد باید حکومت او بهرنی ځواکونه ګډه پالیسی جوړه کړی
حاجی حضرت علی نن د ننګرهار په ولایتی شورا کې د سلګونه کسانو غونډه کې حکومت د داعش پر وړاندې مبارزه کې په نه جدیدیت او بهرنیان یې د دې ډلې په ملاتړ تورن کړل.
هغه زیاته کړه په سره رود ولسوالۍ کې یې په تورو جامو کې خلک ښکته کړی، د لغمان د یوه غره په ځنګل کې ورته الوتکې ښکته شوی،د چپرهار په ولسوالۍ کې ښکته شوی، دا زموږ د وژنې ډرامه ده او روانه ده.
نوموړى وایی : حکومت او بهرنی ځواکونه باید د دې ډلې پر ضد ګډه پالیسی جوړه کړی ، کنه موږ به ډېر ژر په دې تړاو خپله پرېکړه اعلان کړو.
حضرت علی د غونډې برخوالو ته وویل، چې د ختیځو ولایتونو تر ۲۰۰ پورې کسان له ځان سره کابل ته بیایی او هلته د یادې مسئلې په اړه له حکومتی ادارو سپیناوی غواړی.
د ولسی جرګې دغه غړی وویل: زه د حکومت ملاتړی یم ، د نظام چپه کېدل نه غواړم، زموږ چیغې د ولس لپاره دی، داعش په شینوارو کې بیا پیاوړی شوی پخوا کم وو اوس یې وسله وال بېرته ډېر شوی دی.
Add new comment