اسلامي هیوادونه په وحدت سره د دښمنانو دسیسې شنډولی شي
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د اسلامي هیوادونو په خلاف د دښمنانو له دسیسو او پلانونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ پر وحدت او یووالي ټینګار وکړ.
آیت ا... احمد جنتي د تهران د دې اونۍ د جمعې د لمانځه په خطبو کښې د وحدت د اونۍ او د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د ولادت د کلیزې په مبارکۍ سره وویل: اسلامي هیوادونه د وحدت او یوزړه توب په ټینګولو سره د اسلامي نړۍ خلاف د دښمنانو تفرقه اچونکي تحرکات شنډوی شي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د سیمې د ځینو عربو هیوادونو په واکمنانو باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې هغوي د استکباري قدرتونو د اهدافو او موخو د پوره کولو په لاره روان دي او د مسلمانانو په خلاف یې ډیر جنایتونه کړي دي.
آیت ا... جنتي په نایجیریا کښې د شیعیانو د وژلې او د دغه هیواد د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم الزکزاکي په کور باندې د تیري په غندلو سره پکار دي د دا ډول تیریو مخه ونیسي.
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب همداشان د ۲۰۱۶میلادي کال د فرورۍ په ۲۶ نیټه د رهبري خبرګانو د جرګې د انتخاباتو له پنځم پړاو سره په یو وخت د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د ټاکنو د لسم پړاو ترسره کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د دې ټاکنو ترسره کیدل دایران د اسلامي جمهوریت ویاړ دی.
آیت ا... جنتي همداشان د ۱۳۸۸ کال د مرغومي حماسې ته په اشارې سره وویل: د ایران پوه او آګاه خلکو پر وخت په ډګر کښې په حاضریدو سره د فتنه پالو دسیسه شنډه کړه. هغه د مرغومي د نهمې نیټې په شان د ایران د ولس د پیوستون په دوام باندې په ټنیګار سره د ایران له ولسه وغوښتل چې په هوښیارۍ سره د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د ولادت په مبارکۍ ویلو سره له ټولو آزادي غواړو په تیره بیا د هغه حضرت له منونکو وغوښتل چې د حضرت عیسی علیه السلام په شان د سولې او عدالت د ټینګښت او له ستم ځپلو د ملاتړ لپاره هڅه وکړي.
Add new comment