په اسلامی نړۍ کښې د وحدت زیان پېژندنه
وحدت او یو زړۀ توب ته د یو توان بخښونکی او کامیابی راوړونکی عامل په توګه تل انسانانو پاملرنه کړې ده، په مقابل کښې تفرقه او اختلاف تل د کمزورۍ او ماتې یو مهم علت ګڼل شوے د ے.
په همدې دلیل د قرآن شریف د سورۀ آل عمران په یوسل دریم مبارک آیت کښې د خداے پاک د رسۍ په محوریت سره د اسلامی امت په اتحاد باندې تاکید او له اختلافاتو منعې شوې ده. حضرت امام علی (ع) هم تفرقه او بې اتفاقی د شېطان له چلولونو بولی او فرمائی: ((بې له شکه شېطان ستاسو لپاره خپلې لارې برابروی او غواړی ستاسو د دین یوه یوه کړۍ خلاصه کړی او د اتحاد په ځاے تیت پرکوالے او فتنه ستاسو په برخه کړی.))
په دې بنیاد وحدت او یو زړۀ توب یوه مسلمه او ضروری چاره ده چې د انسان له عقل او فطرت سره سمون خوری. خو دا چې د اسلامی امت ترمېنځ چې د دنیا ټول مسلمانان پکې شامل دی ولې تفرقه او بېلتون موجود دے؟ ولې اسلامی نړۍ د خداے دګران رسول (ص) او د نورو دینی مشرانو او لارښوونکو د دغو ټولو تاکیدونو باوجود په دنیا کښې د اختلافاتو په وجه کمزوری او کم اثره شوی دی؟ دغو پوښتنو ته د ځواب لپاره د اسلامی نړۍ د اتحاد زیان بېژندنه او د مسلمانانو ترمېنځ د یو زړۀ توب او پېوستون د خنډونو پېژندنه او د هغو خنډونو لرې کونه ضروری ښکاری.
په مجموعی توګه په هره ټولنه کښې د وحدت او یو والی خنډونه په دوه یعنې کورنۍ او بهرنۍ برخو وېشلې شوو چې په زیاترو مواردو کښې په خپلو کښې سره ارتباط لری. اسلامی نړۍ مودې وشوې د لویدیځو حکومتونو د مداخلت او د هغوی د اختلاف اچونې له لاسه کړیږی. دغه مداخلت د استعمار په دوران کښې زیاتره نېغ په نېغه ؤ خو اوس دغه حکومتونه دې ته ترجیح ورکوی چې د تفرقې اچونه په اسلامی نړۍ کښې دننه خپلو عواملو ته وسپاری، ځکه چې پوهیږی چې مسلمانان له هغوی څخه کرکه کوی او هیڅکله د هغوی اختلاف اچوونکو غږونو ته غوږ نه ږدی. خو په اسلامی دنیا کښې د لویدیځو حکومتونو تفرقه اچوونکی عوامل هم دوه ډلې دی: له هغوی څخه ځینې قصداً او له مخکې نه په خبرېدو سره له لویدیځوالو سره ملګرتیا کوی، خو ځینې نور بې له دې چې له ځانه خبر وی د مسلمانانو ترمېنځ د لویدیځو حکومتونو د اختلاف اچوونکی سیاست په چوکاټ کښې عمل کوی.
له بده مرغه په اسلامی نړۍ کښې ځینې حکومتونه او ډلې له دې زیات چې د اسلامی امت د ګټو په فکر کښې وی د خپلو ګټو د پوره کولو په فکر کښې دی. هغوی دې غلطې نتیجې ته رسېدلی دی چې د هغوی موجودیت د مسلمانانو ترمېنځ په بې اتفاقۍ کښې دے. د داسې یو حکومت څرګنده نمونه د آل سعود وهابی رژیم ګڼلې شوو چې د برطانوی حکومت په موثرې مرستې سره جوړ شوے دے. وهابیت هغه انحرافی فرقه ده چې یو لړ خرافی او افراطی عقائد لری او په نتیجه کښې دغه عقائد په منتطق او استدلال سره نه شی ثابتولے. په همدې دلیل د دغې متحجرې او فرسوده فرقې پېروکار د خپل ځان د ثابتولو په ځاے د نورو اسلامی مذهبونو په تېره بیا د تشیع نفی کوی او کوشش کوی چې د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنخ د تفرقې او اختلاف په اچولو سره د سنی وروڼو ترمېنځ د ځان لپاره څه ځاے پېدا کړی.
د سعودی حکومت دریځونو او کردار ته یوه کتنه دا ښودنه کوی چې له بده مرغه دغه حکومت له ځینو وحدت غوښتونکو شعارونو سره سره په عملی توګه کوشش کوی چې د زیاتو پېسو په خرچ کولو سره د اسلامی امت ترمېنځ اختلافات رامنځته کړی.
د دغه حکومت او د هغۀ د پلویانو تبلیغات او پروپېګنډې د مسلمانانو ترمېنځ د کینې او دښمنۍ تخم شیندی او په مقابل کښې د امریکې او صهیونېسټ رژیم په شان د اسلامی نړۍ د اصلی دښمنانو په وړاندې هیڅ حساسیت نه پېدا کوی. واشنګټن تل ریاض په مینځنی ختیځ کښې خپل سټراټیجک انډیوال او دوست بولی او تل ابیب له اسلامی حکومتونو سره د مقابلې لپاره له آل سعود سره خپله نزدې ملګرتیا لری.
وهابی ډلې چې په مختلفو هېوادونو کښې د سعودی په مالی ملاتړ سره خورې ورې شوې دی اوس د مسلمانانو د وحدت په لاره کښې په مهمو خنډونو بدلې شوې دی. داعش، النصره، القاعده، بوکو حرام او جهنګوی لښکر وغېره په شان ډلې د سعودی د پلوی تکفیری او ترهه ګرو ډلو ځینې نمونې دی چې نه یوازې د اسلامی نړۍ په دننه کښې اختلافات زیاتوی بلکه ښۀ په اسانۍ سره خپل مخالف مسلمانان په ډېرې غمیزناکې طریقې سره وژنی. دغه ډلې د اسلام بد او ناسم انځور نړیوالو ته وړاندې کوی چې په حقیقت کښې د لویدیځ له اسلامه د ویرونې له پروژې سره مرسته ده.
ګڼ شمېر شواهد او مدارک ښودنه کوی چې د تکفیری ډلو مشران نه یوازې له آل سعود سره بلکه د امریکې په شان له ځینولویدیځو حکومتونو سره په ارتباط کښې دی.
د مسلمانانو د اتحاد او انسجام په زیان پېژندنه کښې هغه کسان او ډلې چې په ناپوهۍ کښې د اختلاف په لاره کښې ګام اوچتوی او د بهرنی دښمن له مقاصدو سره مرسته کوی یو خاص ځاے لری. خکه چې هغوی د نورو د تفرقه اچونې لپاره زمینه برابروی. دغه ناپوهه ډلې د اسلام د دښمنانو له اهدافو او مقاصدو خبر نه وی او په عامه توګه په خپلو افکارو کښې له تعصب او تحجر سره مخامخې دی. حال دا چې د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) فرمائی: ((هغه څوک چې خلق تعصب ته رابولی له مونږه نۀ دے او هغه څوک چې د تعصب په خاطر جنګ کوی له مونږ نۀ دے او هغه څوک چې د تعصب په وجه مړ شی له مونږ نۀ دے.))
د اسلام مبین دین مضبوط منطق او عقلانی استدلالونه لری او پکې د تعصب او فکری جمود لپاره څه ځاے نشته. دغه ناخوښه خصوصیت له نورو سره د تعلقاتو خنډ او د خپلو عقائدو په اړه د نه تفکر سبب کیږی. په نتیجه کښې هغه کس چې متعصب دے د خپلو اعتقاداتو مخالفان دښمنان او له هغوی سره یووالے ناممکنه بولی. د مصر د لازهر پوهنتون یو ستر عالم محمد ابوزهره دا موضوع داسې بیانوی: ((د مذهبی او قومی تعصباتو په نتیجه کښې د مسلمانانو ترمېنځ موجوده تفرقې اواختلاف د هغوی په فکر، احساس او انګېزه کښې رخنه کړې ده او تردې حده چې یو مسلمان بل هغه مسلمان ته چې له هغۀ سره په فکری انګېزه کښې اختلاف لری د یوداسې دښمن په نظر چې یې په کمین کښې ناست وی ګوری، نۀ د داسې مخالف په نظر چې د هغۀ په شان د الهی شریعت د حقائقو په لټه کښې دے.))
د یو بل له افکارو او عقائدو ناخبری هم په عامه توګه د غلطو دریځ نیونو او د اسلامی امت اتحاد او یووالی ته د زیان رسولو سبب کیږی. ایرانی متفکر شهید آیت ... ډاکټر مرتضی مطهری باوری دے: ((هغه ګواښ چې د بې ځایه ناوړو تفاهماتو او د یو بل صحیح نه درک کولو په وجه ورسره مسلمانان مخامخیږی له هغه څه نه زیات دی چې مسلمانان ورسره د مذهبی اختلافاتو په وجه مخامخ دی. زیاتره داسې کیږی چې د یو مسلک او مذهب پلویان په دې خیال سره چې په بل مذهب کښې یې د عقائدو سپکاوے شوے دے د هغه مذهب په خلاف دریځ نیونه کوی او کله هم د هغه مذهب پېروکار تکفیروی. حال دا چې له تحقیق او پوهېدو وروسته دې نتیجې ته رسیږی چې داسې موضوع صحیح نه وه او که وه هم نو د دښمنانو لخوا غټه کړې شوې ده. دلته د پوهو او روڼ اندو عالمانو رول زیات مهم او حساس دے چې د هر دین او مذهب د ا صلی عقائدو په بیانولو سره خلق اګاه کړی او له تفرقې یې وویروی.
د اسلامی نړۍ د وحدت او یووالی یو عامل د مذهبی متفکرانو ترمېنځ خبرې اترې دی او نیشتوالے یې د مسلمانانو اتحاد او انسجام ته زیان او نقصان ګڼل کیږی. په اوسنیو حالاتو کښې داسې ښکاری چې د دینی نامتو عالمانو ترمېنځ رغانده او له زړۀ سواندۍ ډکې خبرې اترې کمې شوې او په مقابل کښې یې وخت په وخت د جنجالی او افشاګرو مناظرو او بحثونو کتونکی یوو. دغه مناظرې د حقیقت د څرګندېدو په اراده نه دی او له دې امله چې عامه خلق د خبرو د سموالی او ناسموالی له اندازې خبر نه دی بالاخره د حقیقت روښانه درک ته نه رسیږی. خو په یو ارامه ماحول او د حقیقت د لټون په ارادې سره د مختلفو مذاهبو د متفکرانو ترمېنځ بحث او خبرې اترې د مسلمانانو د وحدت، یووالی او یو زړۀ توب له بنیادونو سره لویه مرسته کولې شی.
په دې کښې شک نشته چې دغه خبرې اترې کېدې شی کلونه کلونه اوږدې شی خو د یو بل تر څنګه کښېناستېدل او د اختلاف وړ مسائلو په باره کښې خبرې اترې ورو ورو د غلط فهمیو د ختمېدو او د لا زیات یو زړۀ توب او دوستۍ سبب کیږی.
د دښمن په وړاندې بصیرت او بېداری او د هغۀ له دسیسو خبرېدل د مسلمانانو د وحدت او انسجام لپاره ضروری چاره ده. په اوسنیو حالاتو کښې د ځینو مسلمانانو ترمېنځ دغه بصیرت نۀ لیدل کیږی. لکه په عربو هېوادونو کښې د تېرو څو کلونو په انقلابونو کښې هرکله چې خلق له دښمنه غافله شوی دی نو د هغوی انقلابونه د لویدیځو حکومتونو په ذریعې سره بې لارې شوی دی. مصر په دې لړ کښې یوه ښه نمونه ده. د اسلامی نړۍ د وحدت په اړه هم حالت همداسې دے. اسلامی بېداری د اسلامی امت ترمېنځ د وحت او یو زړۀ توب لپاره ضروری چاره ده او انحرافی شعارونه او اهداف د انسجام او یووالی بنیادونه لړزوی.
په اسلامی نړۍ کښې په مختلفو نژادونو، ژبو او رنګونو سره ملتونه او قومونه موجود دی چې په خپله د اسلامی اتحاد په لاره کښې څه خنډ نه دی. خو له دغو څخه به هر خصوصیت باندې له حده زیاته تکیه او تاکید او په اسلامی اعتقاداتو باندې د هغو مقدم ګڼل د اسلامی وحدت او یووالی د کمرنګه کېدو سبب کیږی.
که ټول ملتونه، قومونه او نژادونه له هر څه مخکې ځانونه د واحد خداے پاک بندګان او د وحدت بخښونکی دین اسلام پېروکار وګڼی نو څه اختلاف به رامنځته نه شی او د یو بل ترڅنګه په سولې، خلوص او ورورولۍ سره ژوند کولې شی.
Add new comment