د پیغمبر اکرم(ص) نیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ دې ټولو ته مبارک وی
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه څلور نوېم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اوه دیرشم هجری لمریز کال د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې او د دوه زره پینځلسم میلادی کال د دسمبر له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.
یو زرو څلور سوه نوی کاله پخوا، له هجرته درې پنځوس کاله مخکښې د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه، د مسعودی په شان د ځینو مسلمانو مورخانو د قول له مخې د خدائ ګران رسول خاتم الانبیا حضرت محمد مصطفی (ص) وزیږید. خو په ځینو نورو معتبرو سرچینو کښې د هغه حضرت د ولادت ورځ د ربیع الاول د میاشتې اولسمه نیټه ذکر شوې ده. په دې بنیاد د ایران اسلامی جمهوریت د ربیع الاول له دولسمې تر اولسمې نیټې دغه اونۍ د مسلمانانو د وحدت او یووالی اونۍ ونوموله او د نړۍ مسلمانان هم د ایران د اسلامی جمهوریت له دغه نوښت څخه په هرکلی سره په دغه اونۍ کښې په وحدت او یو زړۀ توب سره د خدائ د ګران رسول (ص) د ولادت کلیزه نمانځی او جشونونه جوړوی. د وحدت دغه اونۍ د اسلامی نړۍ د دښمنانو په مقابل کښې د مسلمانانو د زړونو د نږدې کیدا او د هغوئ ترمینځ د یووالی د رامنځته کولو لپاره یو مناسب فرصت دی.
Add new comment