آیا د امریکې په شتون سره په افغانستان کښې سوله ممکنه ده؟

په داسې حال کښې چې له وروستی کانفرنس نه پس چې په افغانستان کښې د سولې د ټینګښت لپاره د اېشیا زړۀ ترعنوان لاندې د پاکستان په پائېتخت اسلام آباد کښې وشو،
دا امیدونه پېدا شوی وو چې کېدې شی پاکستان به دا ځل په افغانستان کښې د سولې د ټینګښت لپاره په خپلو وعدو عمل وکړی او طالب ډله به له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره وهڅوی او یا به یې مجوره کړی.
لکه د پاکستان یو حکومتی چارواکی هم رسنیو ته ویلی دی چې د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د سولې خبرې اترې به له دوو هفتو نه زیاتې و نۀ ځنډیږی او د دوه زره شپاړسم کال د جنورۍ په وړومبنیو وختونو کښې به له افغان حکومت سره د طالب ډلې د خبرو اترو ورپسې مرحله شروع شی. خو د طالب ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد زمونږ له رېډیو سره په ټیلفونی تماس کښې له افغان حکومت سره د خبرو اترو په ردولو سره وویل، تر هغه وخته چې په افغانستان کښې بهرنی ځواکونه موجود وی هیڅ ډول خبرې اترې به ونۀ شی.
باید وویل شی چې هر کله په افغانستان کښې د سولې خبرې اترې شروع شوې دی او یا د سولې د خبرو اترو د پروسې په اړه په رسنیو کښې زیات تبلیغات شوی دی نو ورسره په یو وخت په افغانستان کښې حملې او وسله وال مخالفتونه هم زیات شوی دی.
د هلمند ولایت د ځای چارواکو د څرګندونو په بنیاد چې که حکومت څه کار ونۀ کړی او څه مرسته ونۀ کړی نو کېدې شی هلمند ولایت د افغان حکومت د مخالفولاسو ته ورشی.. د طالب ډلې په قول د دغه ولایت سنګین ولسوالی یې نیولې ده چې افغان حکومت دغه خبره تکذیبوی. البته د افغانستان د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونه وائی چې ځواکونه دغې سیمې ته لېږل شوی دی او ډېر زر به په هلمند کښې حالات عادی شی. بایدوویل شی چې د برطانیې د دفاع وزارت هم وویل چې پینځه دېرش انګرېز ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره د مشورې او څارنې لپاره هلمند ولایت ته لېږل شوی دی.
د ویلو ده چې برطانیه په کابل کښې په یوې فوځی اډې کښې له څلورو سوو نه زیات ځواکونه لری چې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دی.
زمونږ رېډیو د دغه حالت په اړه چې له یوې خوا د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د خبرو اترو د پروسې ګنګوسۍ بیا اورېدل کیږی او له بلې خوا طالب ډلې په مختلفو سیمو کښې خپلې حملې زیاتې کړې دی د ټیلفون له لارې په افغان ولسی جرګه کښې د ننګرهار ولایت د نمائنده ډاکټر عصمت ا... شینواری نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل،تر هغه وخته چې د افغانستان په وړاندې د ځینو ګاونډی هېوادونو (اشاره پاکستان ته ده) سیاست او پالیسی بدله نۀ شی یوازې په شعار او د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د سولې د خبرو اترو د یوې یا څو مرحلو په جوړولو سره په دغه هېواد کښې به جنګ ختم نۀ شی.
د افغان ولسی جرګې د دغه استازی د وېنا له مخې د جنګ د ختمېدو اصلی کنجی د امریکې په لاسو کښې ده او که امریکې غوښتل چې په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ جرړې وباسی نو په تېرو څوارلسو کلونو کښې یې دغه کار کولې شو په داسې حال کښې چې نه یوازې د ترهه ګرۍ د جرړو د وېستلو په لټه کښې نۀ وه بلکه په تېرو څوارلسو کلونو کښې د امریکې لخوا له پاکستان سره هم په میلیارډونو ډالره مرستې وشوې.
هغۀ همدارنګ په افغانستان کښې د داعش د پروژې پراختیا ته په اشارې سره وویل داعش ډله چې په افغانستان کښې له پاکستانی طالبانو، د القاعدې له پخوانیو ازبک تبارو، تاجېک تبارو او چیچنیانو غړیو او همدارنګ د افغانستان د طالب ډلې له ناراضه کسانو څخه جوړه شوې ده د هغو پېسو او امکاناتو په جاذبې سره چې داعش یې لری ورځ په ورځ یې شمېر په زیاتېدو.
د ډاکټر عصمت ا... د وېنا له مخې طالب ډله چې اصلی هدف یې په افغانستان کښې یو ځل بیا د خپل حکومت جوړول دی د داعش په مقابل کښې چې اصلی هدف یې له افغانستان نه علاوه د دغه هېواد ګاونډیان او د مېنځنۍ اېشیا هېوادونه هم دی ورځ په ورځ کمزورې کیږی.
پکار دی وویل شی چې پرون هم د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د هجرت کلی د عینی شاهدانو او د ننګرهار ولایتی شورا د مشر احمد علی حضرت او همدارنګ د افغانستان د مشرانو د جرګې د یو غړی جمعه دین په نقل سره باوری رپوټ خپور شو چې د داعش ډلګۍ یو شمېر غړی چې مخونه یې په نقابونو پټ وو او تورې جامې یې اغوستې وې د بهرنیو یعنې د امریکې د هیلی کاپټرونو په ذریعې سره د سرخرود ولسوالۍ په تور غرۀ کښې کوز شول او طالب ډلې هم د سرخرود ولسوالۍ خلقو ته وویل چې داعشیان دغلته راغلی دی نو ځکه له هغوی سره په جنګ دې کښې له طالب ډلې سره مرسته وکړی چې خلقو تر اوسه طالب ډلې ته ځواب نۀ دے ورکړے. خو ځینی خلق له دې ویرې چې داعش کېدې شی دغه سیمه ونیسی له دغه ځایه کډه په سر شوی دی.
د ویلو ده چې د ملګرو ملتود امنیت شورا په یو پرېکړ لیک کښې چې د طالب ډلې په خلاف د بائیکاټونو لپاره د نور یونیم کال لپاره تمدید شوپه افغانستان کښې د داعش او د دغې ډلې د فعالیتونو د پراختیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
باید وویل شی چې په افغانستان کښې د نېټو امریکائی قوماندان جنرل جان کېمبل په دې وروستیو کښې د دې مطلب په تکرارولوسره ویلی دی چې داعش په افغانستان کښې درې زره ځواکونه لری او غواړی د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد په نیولو سره دغه ځاے په خپل مرکز بدل کړی. البته باید دا هم وویل شی چې له دوه زره څلورم کال نه راپه دېخوا امریکې تل ویلی دی چې په افغانستان کښې به راتلونکے کال زیات خونړے وی. د کارپېژاندو د وېناو له مخې له دې امله چې د جنګونو او وینې بیونو د زیاتولو پروګرام د امریکې په لاسو کښې دے نو ځکه له مخکې نه یې اعلانوی.

Add new comment