ملګرو ملتو پر یمن د عربستان بریدونه وغندل

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړ کمشنر د یمن د ملکي خلکو په خلاف د سعودي عربستان پوځي حملې وغندلې.
د پریس ټي وي د خبر له مخې زید راعد زید الحسین پرون په یو لړ ویناو کښې د یمن د خلکو روان بد او خراب حالات په دغه هیواد د سعودي عربستان د هوايي بریدونو نتیجه وبلله.
زید الحسین چې د عربستان د حملو له پیلیدو نه د یمن د کړکیچ په لړ کښې د ملګرو متلو د امنیت شورا په وړومبنی عمومي غونډه کښې خبرې کولې، وویل چې دې په ډیرې اندیښنې سره د سعودي عربستان لخوا د ښوونځیو او روغتونونو په شمول د یمن په استوکنو سیمو باندې درنې حملې تعقیبوي.
د ملګرو ملتو لوړ کمشنر په دې خبرو کښې خبرداری ورکړ چې په یمن کښې روان حالت په دغه هیواد کښې د داعش په شان د ترهګرو ډلو د ودې لپاره دمناسبې فضا د برابریدو سبب کیدی شي.

Add new comment